د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې زده کوونکو او مشرانو ښوونځيو ته د استادانو نه ورتګ ضد مظاهره کړې ده


د اګست ۲۲مې مظاهره کې ګڼو زده کوونکو د سیمې مشرانو ګډون وکړ.
د اګست ۲۲مې مظاهره کې ګڼو زده کوونکو د سیمې مشرانو ګډون وکړ.

د خیبر پښتونخوا د کورمې په سرپاخ کې د بېلابېلو ښوونځیو زده کوونکو او مشرانو په سکولونو کې د استادانو د غیرحاضرۍ پرضد مظاهره کړې ده.

د اګست ۲۲مې د مظاهرې ګډونوالو مشال راډيو ته وویل چې له درې نیمو میاشتو راهیسې ښوونکي سکولونو ته نه ورځي.

دوی له سرکاري سکوله تر تاڼې پورې لاریون وکړ او بیا یې هلته مظاهره وکړه او د خپلې غوښتنې لپاره یې نعرې ووهلې.

د سیمې یو زده کوونکي ثقلین مشتاق مشال راډیو ته وویل، هلته په دولتي ښوونځیو کې د ښوونکو شمېر وار له مخه کم دی خو په بره کورمه کې تر خونړۍ پېښې وروسته استادان اوس سکولونو ته نه ورځي چې له کبله یې تعلیم اغېزمن شوی دی.

دا تر هغې وروسته ده چې د مې پر څلورمه د کورمې پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي د وسلوالو په ډزو کې د ګېدو یو اوسېدونکی ووژل شو.

تر هغې پېښې وروسته یوشمېر پارېدلو کسانو د تري منګلو د هلکانو په سرکاري ښوونځي کې څلور استادان او درې مزدوران ووژل.

هغې پېښې په کورمه، د خیبر پښتونخوا په نورو برخو او او اسلام اباد کې مظاهرې وپارولې.

په کورمه کې اهل تشیع او سنیان ګډ اوسي او هلته د ځمکو یوشمېر لانجې دي چې پر سر یې په تېرو کلونو کې خونړۍ نښتې شوې دي.

د مې میاشتې د پېښې په غبرګون کې د بره کورمې شاوخوا ۲۰۰ شیعه استادانو په سني مېشتو سیمو کې سکولونو ته له تګه انکار وکړ چې له امله یې په منځنۍ او کوزه کورمه کې شاوخوا ۱۵ سکولونه بند شوي ول چې څه موده وروسته بیا پرانیستل شول.

البته په سکول کې تر برید وروسته شیعه استادان نه یوازې په بره کورمه کې سني مېشتو ښوونځیو ته نه ځي بلکې د منځنۍ او کوزې کورمې په سکولونو کې هم دنده نه ترسره کوي.

د اګست پر ۲۲مه لسګونه ماشومانو په لاریون کې ګډون وکړ.
د اګست پر ۲۲مه لسګونه ماشومانو په لاریون کې ګډون وکړ.

د سیمې یو اوسېدونکی جلال الدین وايي، په منځنۍ کورمه کې د امنیت مسله نه شته نو باید ښوونکي ورشي.

د سیمې یو اوسېدونکی جلال الدین وايي، په منځنۍ کورمه کې د امنیت مسله نه شته نو باید ښوونکي ورشي.

د ګنداو اوسېدونکي شاهد څمکني مشال راډيو ته وویل چې له دندو څخه د ښوونکو انکار یې تشویش زیات کړی دی نو انتظامیه دې یا خو له نورو ځایونو څخه استادان ورتبادله کړي او که داسې نه کېږي نو بیا دې د سیمې د سکولونو لپاره نوي ښوونکي وګوماري.

په منځنۍکورمه کې د تعلیم ادارې مشر معین ګل د اګست پر ۱۹مه مشال راډيو ته ویلي ول چې د ماشومانو د وخت ضایع کېدو اندېښمن کړی دی خو دی وايي، د ضلعې تعلیمي افسر بدل شوی او نوی نه دی ورغلی نو ځکه ښوونځیو ته د استادانو نه حاضرېدو مسله ځنډېدلې.

نوموړی البته وايي چې که ښوونکي خپله دنده نه ترسره کوي نو کېدای شي چې له نورو سیمو څخه هلته استادان وربدل کړي او یا د لنډې مودې لپاره نوي ښوونکي وګوماري، خو زیاتوي چې د دې اقدام واک له ضلعي تعلیمي افسر سره دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG