د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې سني او شیعه دیني عالمان د امنیت لپاره په ګډ کار سلا شوي


د کورمې سني او شیعه دیني عالمان د جون پر ۲۲مه په بالیش خېلو کې تر جرګې وروسته یو ځای ولاړ دي.
د کورمې سني او شیعه دیني عالمان د جون پر ۲۲مه په بالیش خېلو کې تر جرګې وروسته یو ځای ولاړ دي.

د کورمې سني او شیعه دیني عالمان پر دې سلا شوي چې د سیمې د امنیت ترڅنګ په ټولنه کې د زغم او د یو بل مسلکونو ته د احترام لپاره به په ګډه کار کوي.

د جون په ۲۲مه د ضلعې په بالیش خېلو کې د حکومت په سرپرستۍ کې په جوړه شوې جرګه کې د دواړو مسلکونو دیني عالمانو د مذهبي کرکې او بې اتفاقۍ مخنیوي او د سیمې پر امنیت خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د مې پر څلورمه په تري منګل کې د څلورو استادانو او درو مزدورانو تر وژنې وروسته په سیمه کې کړکېچ زیات شوی وو.

تر جرګې وروسته د سنیانو یو عالم مولانا یعقوب مشال راډیو ته وویل چې دواړه خواوې سلا شوي چې د سیمې امنیت ته به لومړیتوب ورکوي او که کومه ستونزه پېدا کیږي نو د مذاکراتو له لارې به یې حلوي.

که څه هم د مې څلورمې تر پېښې وروسته دا لومړی ځل نه دی چې د دواړو مسلکونو دیني عالمان او قومي مشران سره جرګه کېږي خو دا اول ځل دی چې دواړو خواوو دیني عالمانو د سیمې پر امنیت او د هغې په بېرته بحالولو خبرې کوي.

په غونډه کې شامل مولانا عصمت الله اخونزاده وايي، د سیمی عالمان به په راتلونکي کې عدم برداشت، د یو بل د مسلکونو قدر او د بې اتفاقۍ ختمېدو لپاره خپلو هڅو ته هم دوام ورکوي.

د تري منګل له پېښې وروسته سنيانو او شیعه ګانو پر یو بل بېلا بېل تورونه لګول او یو بل ته یې ګواښونه کول چې له امله یې د دواړو خواوو ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوې وه.

دا راز په کورمه کې نږدې له ۲۰۰ زیاتو شیعه استادانو په سني مېشتو ځایونو کې سکولونو ته له تګه انکار کړی وو او نږدې ۱۵ ښوونځي یا خو بند شول او یا پکې د استادانو د کمي له وجې د زده کړو عمل اغېزمن شو. هغه استادان دریځ لري چې دا ګام یې خپل ژوند ته د خطر د مخنیوي لپاره اخیستی دی.

د شیعه مسلک یو دیني عالم مولانا الطاف حسین ابراهیمي وايي، دا د وخت تقاضا ده چې په خپلو کې سره یو شي او د یوبل احترام وکړي ځکه چې د مسلک پر سر کرکه او بې اتفاقي د سیمې د خلکو په ګټه نه دي.

کورمه د خیبر پښتونخوا حساسه قبایلي سیمه ده. هلته شیعه ګان او سنیان په ګډه ژوند کوي او د هغوی ترمینځ پر شاملاتي ځمکو، غرونو، اوبو او ځنګلونو لانجې شتون لری.

څو ځله هلته د ځمکو پر سر لانجو او شخصي شخړو مسلکي رنګ اخیستی او تر ډېره د سیمې د حالاتو د خرابېدو سبب ګرځیدلې دي.

په ۲۰۰۸م کال کې د پنجاب د مري په " امن تړون " کې د سیمې سني او شیعه مشران پر دې سلا شوي وو چې د ځمکو شخړې به د کاغذات مال او روایاتو پر اساس هواروي خو تراوسه پرې عمل نه دی شوی.

دا راز د خیبر پښتونخوا حکومتی کمېشن، هلته د شاملاتي ځمکو تقسیم او پر هغوی د موجودو شخړو د هواري لپاره روانه میاشت په کار پیل کړی دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG