د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د مځکې پرسر نښتو کې د وژل شویو شمېر نهو ته رسېدلی


د د کورمې مرغه چينه سيمه ده چې پکې په ۲۰۲۰ز کال کې د ځمکې پر سر د نښتې شوې وې او تر ډز بندۍ وروسته پوليس هلته ورغلي ول. د ۲۰۲۰ ز کال د جولای درېيمې انځور
د د کورمې مرغه چينه سيمه ده چې پکې په ۲۰۲۰ز کال کې د ځمکې پر سر د نښتې شوې وې او تر ډز بندۍ وروسته پوليس هلته ورغلي ول. د ۲۰۲۰ ز کال د جولای درېيمې انځور

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د ناامنۍ پرضد په داسې وخت کې په پېښور او اسلام اباد کې احتجاجونه او غونډې شوې چې د وژل شویو شمېره زیاته شوې ده.

د کورمې ولسي پاڅون ، پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو سازمانونو د جولايي پر لسمه نېټه په پېښور او اسلام اباد کې د کړیو احتجاجونو پرمهال له حکومت غوښتنه کړې چې د امن لپاره په سيمه کې چټک ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په کورمه کې د دوو خواوو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر تر نښتې وروسته جګړه ځینو نورو سیمو ته هم غځېدلې ده. چارواکو په دې نښتو کې تر اوسه د نهه کسانو د وژل کېدو او څه باندې ۴۰ ژوبلېدو پخلی کړی.

د کورمې ضلعې تر ټولو لوی روغتون مشر ډاکټر قېصر بنګش د جولايي پر ۱۰مه رسنيو ته ويلي چې په يادو نښتو کې ۴۲ کسان ژوبل شوي دي.

د وحدت المسليمين د خيبرپښتونخوا مشر علامه جهانزيب علي جعفري د جولايي پر لسمه په پېښور کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډيو ته وويل چې په کورمه کې د سنيانو او شيعه ګانو ترمنځ فرقه ييزه مسله نشته او د دواړو خوا ترمنځ د ځمکو پر سر لانجه رامنځته شوې.

د وحدت المسليمين د خيبرپښتونخوا مشران په پېښور کې د احتجاج پرمهال
د وحدت المسليمين د خيبرپښتونخوا مشران په پېښور کې د احتجاج پرمهال

ده وویل، "له حکومت مو غوښتنه ده که شيعه د سنيانو پر ځمکو قابض وي نو له هغو دې واخستل شي او که سنيان قابض وي نو له هغو دې واخستل شي."

د کورمې د پولیسو په وینا، د بوشهرې چې بوشارو او بوشېرو هم بلل کېږي، او ډنډرو د خلکو ترمینځ د جولای پر اوومه د ځمکې لانجې پر سر تر نښتې دوه ورځې وروسته د تري منګلو او د پیواړ توریو ترمینځ هم د ځمکې لانجې پر سر نښتې شوې دي.

د کورمې د پولیسو ویاند محمد ریاض د جولای پر نهمه شپې مهال مشال راډيو ته وویل چې ضلعي انتظامیې، پوځي چارواکو او د سیمې مشرانو تر جرګې وروسته د بوشهرې او ډنډرو او د پیواړ توریو او تري منګلو خلکو ترمینځ اوربند شوی او د بشپړ امنیت لپاره جرګو ته دوام ورکوي.

د تري منګلو یوه مشر اقرار بادشاه په سیمه کې غونډې ته ویلي چې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا د مشر سېکرټر په امر د ځمکو لانجو هواري لپاره کمېشن جوړ شوی چې هغه خپل کار ته دوام ورکوي نو د سیمې قبیلې دې له وسلوالو شخړو ډډه وکړي.

د انجمن حسینیه مشر ملک عاشق حسین د جولای پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې مخالف لوري غواړي چې کمېشن دې د ځمکو لانجې د خبرو له لارې هوارې کړي.

په کورمه کې اهل تشیع او سنیان ګډ اوسي او هلته د ځمکو یوشمېر لانجې دي چې پر سر یې په تېرو کلونو کې خونړۍ نښتې شوې دي.

په بره کورمه کې د پیواړ علیزي د ګیدو له منګلو سره د ځنګل پر ملکیت لانجه لري چې پر سر یې په ۲۰۲۱ز کال کې د دواړو خواوو ترمینځ پینځه ورځې نښتې شوې وې چې پکې ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۵ ژوبل شوي ول.

د خیبر پښتونخوا حکومتی کمېشن، هلته د شاملاتي ځمکو تقسیم او پر هغوی د موجودو شخړو د هواري لپاره تېره میاشت په کار پیل کړی دی.

د جولای پر اتمه د تري منګل قبيلې يو ځايي مشر اقرار بادشاه حاجي د جولای پر اتمه غونډې ته وویل چې د قبیلو ترمینځ د ځمکو شخړی په جنګونو نه، بلکې د خبرو له لارې هوارېدلای شي.

هغه وويل چې د صوبې چيف سېکرټري امر په رڼا کې د ځمکو شخړې هوارولو د پاره کمېشن جوړ کړل شوی او بايد دواړه قبيلې د کمېشن پریکړو ته انتظار وکړي.

د انجمن حسېنيه ځايي مشر ملک عاشق حسېن د جولائي په ۹مه مشال رېډيو ته وویل چې دواړه قبيلې غواړي چې د ځمکو شخړې د سرکاري کمېشن او خبرو له لارې هوارول غواړي خو ځينې خلک نه غواړي چې په سيمه کې امن راشي.

بل خوا د پاړه چینار ځايي مشر ملک عطاالله په حکومت غږ کړی چې د قبيلو تر مينځ روانو جنګو مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG