د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د ځمکې پر سر نښتې نورو سيمو ته غځېدلې


د د کورمې مرغه چينه سيمه ده چې پکې په ۲۰۲۰ز کال کې د ځمکې پر سر د نښتې شوې وې او تر ډز بندۍ وروسته پوليس هلته ورغلي ول. د ۲۰۲۰ ز کال د جولای درېيمې انځور
د د کورمې مرغه چينه سيمه ده چې پکې په ۲۰۲۰ز کال کې د ځمکې پر سر د نښتې شوې وې او تر ډز بندۍ وروسته پوليس هلته ورغلي ول. د ۲۰۲۰ ز کال د جولای درېيمې انځور

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د دوو خواوو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر تر نښتې وروسته جګړه ځینو نورو سیمو ته هم غځېدلې ده.

د پولیسو مشر محمد عمران او انتظامي مشر سید سیف الاسلام شاه د جولای پر نهمه رسنیو ته ویلي دي چې په بېلابېلو نښتو کې اووه تنه وژل شوي او تر ۳۰ زیات ژوبل دي.

د پولیسو په وینا، د بوشهرې (بوشارو او بوشېرو هم بلل کېږي) او ډنډرو د خلکو ترمینځ د جولای پر اوومه د ځمکې لانجې پر سر تر نښتې دوه ورځې وروسته د تري منګلو او د پیواړ توریو ترمینځ هم د ځمکې لانجې پر سر نښتې شوې دي.

د کورمې د پولیسو ویاند محمد ریاض د جولای پر نهمه شپې مهال مشال راډيو ته وویل چې ضلعي انتظامیې، پوځي چارواکو او د سیمې مشرانو تر جرګې وروسته د بوشهرې او ډنډرو او د پیواړ توریو او تري منګلو خلکو ترمینځ اوربند شوی او د بشپړ امنیت لپاره جرګو ته دوام ورکوي.

د تري منګلو یوه مشر اقرار بادشاه په سیمه کې غونډې ته ویلي چې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا د مشر سېکرټر په امر د ځمکو لانجو هواري لپاره کمېشن جوړ شوی چې هغه خپل کار ته دوام ورکوي نو د سیمې قبیلې دې له وسلوالو شخړو ډډه وکړي.

د انجمن حسینیه مشر ملک عاشق حسین د جولای پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې مخالف لوري غواړي چې کمېشن دې د ځمکو لانجې د خبرو له لارې هوارې کړي.

په کورمه کې اهل تشیع او سنیان ګډ اوسي او هلته د ځمکو یوشمېر لانجې دي چې پر سر یې په تېرو کلونو کې خونړۍ نښتې شوې دي.

په بره کورمه کې د پیواړ علیزي د ګیدو له منګلو سره د ځنګل پر ملکیت لانجه لري چې پر سر یې په ۲۰۲۱ز کال کې د دواړو خواوو ترمینځ پینځه ورځې نښتې شوې وې چې پکې ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۵ ژوبل شوي ول.

د خیبر پښتونخوا حکومتی کمېشن، هلته د شاملاتي ځمکو تقسیم او پر هغوی د موجودو شخړو د هواري لپاره تېره میاشت په کار پیل کړی دی.

د جولای پر اتمه د تري منګل قبيلې يو ځايي مشر اقرار بادشاه حاجي د جولای پر اتمه غونډې ته وویل چې د قبیلو ترمینځ د ځمکو شخړی په جنګونو نه، بلکې د خبرو له لارې هوارېدلای شي.

هغه وويل چې د صوبې چيف سېکرټري امر په رڼا کې د ځمکو شخړې هوارولو د پاره کمېشن جوړ کړل شوی او بايد دواړه قبيلې د کمېشن پریکړو ته انتظار وکړي.

د انجمن حسېنيه ځايي مشر ملک عاشق حسېن د جولائي په ۹مه مشال رېډيو ته وویل چې دواړه قبيلې غواړي چې د ځمکو شخړې د سرکاري کمېشن او خبرو له لارې هوارول غواړي خو ځينې خلک نه غواړي چې په سيمه کې امن راشي.

بل خوا د پاړه چینار ځايي مشر ملک عطاالله په حکومت غږ کړی چې د قبيلو تر مينځ روانو جنګو مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG