د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي طالبان دې د ښځو د حقونو خوندیتوب په ګډون ټولې ژمنې عملي کړي


په کابل کې یوشمېر فعالانې د ښځو د حقونو لپاره مظاهره کوي - پخوانی انځور.
په کابل کې یوشمېر فعالانې د ښځو د حقونو لپاره مظاهره کوي - پخوانی انځور.

امریکا وايي، که طالبان غواړي په نړیواله کچه جدي ونیول شي نو باید خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د جنورۍ پر ۱۸مه په یوه خبري غونډه کې د ښځو او نجونو د حقونو او د نړیوالو قوانینو عملي کولو یادونه وکړه. "که طالبان غواړي چې پر نړیوالې سطحې جدي وګڼل شي باید خپلې کړې ژمنې عملي کړي، هغه ژمنې چې ویلي یې ول چې حکومتي جوړښت په لاس کې واخلي عملي به یې کړي چې پکې له ښځو او نجونو سره سم چلند او د نړیوالو قوانینو رعایت [هم شامل] وو. موږ د دې شاهد نه یو چې هغوی په دې ژمنو عمل کړی وي."

نوموړي وویل، امریکا تر اوسه د دې شاهده نه ده چې طالبانو دې په دې ژمنو عمل کړی وي.

د طالبانو حکومت لا د امریکايي چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې په ۲۰۲۰ز کال کې له واشنګټن سره په دوحه کې شوې د سولې موافقې ته ژمن دي.

د طالبانو حکومت داراز د ښځو او نجونو د حقونو موضوع د افغانستان کورنۍ موضوع بولي او وايي پکې د هېچا مداخله نه مني.

د امریکا د ملي امنیت ویاند جان کربي د جنورۍ پر ۱۷مه د خبري غونډې پر مهال.
د امریکا د ملي امنیت ویاند جان کربي د جنورۍ پر ۱۷مه د خبري غونډې پر مهال.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو یوشمېر فعالانې وايي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

یوې فعالې سحر ساحل د جنورۍ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، د نجونو "نیول اندېښمنوونکي دي، په افغانستان کې د ښځو وضعیت خراب دی. افغان مېرمنې مخکې هم باحجابه وې، اوس هم دي او په راتلونکې کې به هم وي، دا د طالبانو یوه پلمه ده. دا چې د طالبانو حکومت د نړۍ له لوري په رسمیت نه پېژندل کېږي، دوی یې په بدل کې بشري حقونه نقضوي."

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله مونسه مبارز بیا له نړیوالې ټولنې غواړي چې په دې برخه کې پر طالبانو خپلو فشارونو ته دوام ورکړي. "نړیواله ټولنه او بېلابېل نړیوال بنسټونه دې پر طالبانو فشار زیات کړي، طالبان ځواب ویلو ته اړ کړي. نړۍ پر طالبانو د فشار راوستلو لپاره بېلابېلې لارې، بېلابېل مېکانېزمونه لري چې له مخې یې پر طالب فشار راوستلی شي او په نتیجه کې به یې افغانان له خپلو حقونو او ازادیو برخمن شي."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې د زده کړو په ګډون پر ښځو یوشمېر محدودیتونو ته دوام ورکړی دی.

د جنورۍ پر ۱۸مه د طالبانو مشر ملا هبت‌ الله اخوندزاده ته په منسوب یو غږیز پیغام کې ادعا شوې چې د ده په واکمنۍ کې د بشر او ښځو حقونو مراعت شوي، خو د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو او د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو تر دې مخکې په بیا بیا پر طالبانو د بشري او د ښځو د حقونو د سرغړونو تورونه پورې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکو د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د "بې حجابۍ" په تور ښځې ونیولي او زندانونو ته یې واستولې.

د طالبانو دغه اقدام په کور دننه او بهر له پراخه غبرګونونو سره مخامخ شو. د جنوري پر ۱۷مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د "بې حجابۍ" په تور د طالبانو له خوا د نجونو نیول کېدل وغندل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG