د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړيوال سازمان: د جرمونو نړیوال عدالت دې "د افغانستان د جنايتونو" پلټنې چټکې کړي


د جرمونو نړيوال عدالت مرکزي دفتر په هیګ (هاګ) کې دی - انځور له ارشيفه
د جرمونو نړيوال عدالت مرکزي دفتر په هیګ (هاګ) کې دی - انځور له ارشيفه

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د جرمونو د نړیوال عدالت کلنۍ غونډې ته وړاندیز کړی چې په افغانستان کې دې د شویو جرمونو څېړنې ته لومړیتوب ورکړي.

د سازمان د جنوبي اسیا د برخې مشرې سمرېتي سېنګ د ډېسېمبر پر پینځمه پر اېکس (پخواني ټوېټر) ليکلي چې په افغانستان کې له نېږدې نیمې پېړۍ راهیسې د جرمونو له سزاګانو څخه د معافیت کلتور دود شوی دی.

هغې ویلي چې تېر کال چې کله د جرمونو نړیوال عدالت په دې برخه کې د تحقیقاتو د بیا پيلیدو خبر ورکړ، هیلې پيدا شوې چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې به انصاف وشي.

سېنګ وايي، د جرمونو نړیوال عدالت دې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او تر هغوی مخکې حالات وڅېړي او تورنو کسانو ته دې سزاوې واوروي.

د هغې په خبره، په افغانستان کې په تېرو کلونو کې د امريکا په مشرۍ د ناټو پر سرتېرو او پخوانيو افغان پوځيانو هم د جرمونو تورونه دي چې سپيناوی یې غواړي او ښکېلو کسانو ته د سزاګانو ورکولو غوښتنه کوي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې حکومت په زور ونیوه او د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې یې پر ښځو د کار بندیز لګولی او نجونو یې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړي دي.

پر طالبانو تور دی چې د جمهوري حکومت د وخت امنيتي سرتېري یې شکنجه کړي او وژلي دي خو هغوی دا تور ردوي.

د جرمونو د څېړنې نړیوال عدالت کلنۍ غونډه د ډېسېمبر پر څلورمه په نیویارک کې پيل شوه چې د ډېسېمبر تر ۱۴مې به روانه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG