د لاسرسي ځای

تازه خبر

رېچرډ بېنېټ یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې پر ښځو بندیزونه لیرې کړي


د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ښځو د خپلو حقونو لپاره څو ځلې مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.
د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ښځو د خپلو حقونو لپاره څو ځلې مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټ ورکوونکي رېچرډ بېنېټ یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ کړی دی چې پر نجونو او ښځو لګولي بنديزونه لیرې کړي.

نوموړي د ډېسېمبرپر۲۴مه پر اېکس وليکل چې د ښځو کار د ټولنې د اقتصاد لپاره مهم دی او د هغوی ونډه د ټولنې د هوساینې او پرمختګ لپاره اړینه ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت یو کال وړاندې په ناحکومتي ادارو (اېن جي اوز) کې د ښځو پر کار محدودیتونه ولګول.

ملګرو ملتونو په ناحکومتي ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو بنديز د بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د يوه رپورټ له مخې، د ۲۰۲۱ز له اګست مياشت راهيسې چې افغان طالبانو د کابل حکومت نيولی، په افغانستان کې يې د ښځو پر کار د محدوديتونو لپاره تر۵۰ ډېر فرمانونه کړي دي.

د طالبانو حکومت لا د بېنېټ د غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې بیا بیا ویلي چې د "شریعت په چوکاټ کې" یې ښځو ته حقونه ورکړي دي، خو د دې چوکاټ جزییات نه روښانوي. طالبان دریځ لري چې د نجونو د تعلیم د يوه مېکانېزم پر جوړولو بوخت دي.

طالبانو له علاوه دا ټینګار هم کړی دی چې دا ډول مسلې یې کورني موضوعات دي چې پکې هېچا ته د مداخلې اجازه نه ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG