د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی: طالبان دې د نجونو پر مخ د تعلیم دروازې پرانیزي


طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بنديز لګولی دی - پخوانی انځور.
طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بنديز لګولی دی - پخوانی انځور.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.

کرزي د جنورۍ پر ۱۸مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازولۍ له مرستیال مارکوس پوتزل سره تر لیدو وروسته پر اېکس ولیکل چې په غونډه کې یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سېنېرلي اوغلو پر وروستي راپور بحث وکړ.

سېنېرلي اوغلو ته دنده سپارل شوې وه چې د افغانستان وضعیت په باب بې پرې ارزونه وکړي چې راپور یې څو میاشتې وخت ونیوه او بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شو.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه.

طالبان وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی.

د طالبانو حکومت وايي د نجونو د زده کړو لپاره پر کړنلارې جوړولو او د مناسب چاپېریال پر برابرولو کار کوي خو دا نه وايي چې په دې لړ کې یې څومره پرمختګ کړی دی او کله به نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG