د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې ښځې دې نه ځوروي


د کابل په ځینې دیوالونو ښځو ته د حجاب د مراعتولو سپارښتنه لیکل شوې ده ـ پخوانی انځور.
د کابل په ځینې دیوالونو ښځو ته د حجاب د مراعتولو سپارښتنه لیکل شوې ده ـ پخوانی انځور.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي د طالبانو حکومت باید د "ناسمې پردې" په پلمه د ښځو او نجونو نیول سمدستي ودروي.

د دغه سازمان د جنوبي اسیا څانګې د جنورۍ پر پینځمه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د جامو د قوانینو په خاطر پر ښځو یرغل او د هغوی خپلسري نیول د ښځو د تګ راتګ او د بیان ازادي لا پسې تر پښو لاندې کوي.

سازمان ټینګار کړی چې دا عمل باید سمدستي ودریږي او نیول شوې ښځې هم راخوشې شي.

د راپورونو له مخې په وروستیو څو ورځو کې د طالبانو ځواکونه په کابل او په تېره بیا دشت برچي او لویدیځو سیمو کې ښځې د بې حجابۍ او سینګار په پلمه نیسي او زندان ته یې اچوي.

طالبانو تر دې مخکې یواځې ښځينه فعالانې او معترضې بندیانولې او د حجاب او سینګار په برخه کې یې عامو ښځو ته یوازې سپارښتنې کولې.

د طالبانو حکومت د بخښنې نړيوال سازمان تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG