د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ وزیراعظم ته د ورکو بلوڅ زده کوونکو قضیه کې د حاضرېدو امر کړی دی


په کراچۍ په بېلا بېلو وختونو کې فعالانو د ورکو بلوڅانو د خوشې کېدو لپاره مظاهرې کړې دي ـ پخوانی انځور.
په کراچۍ په بېلا بېلو وختونو کې فعالانو د ورکو بلوڅانو د خوشې کېدو لپاره مظاهرې کړې دي ـ پخوانی انځور.

اسلام اباد های کورټ د پاکستان نګران وزير اعظم انوار الحق کاکړ ته امر کړی چې ورکو بلوڅ زده کوونکو په مقدمه کې دې عدالت ته حاضر شي.

د اسلام اباد های کورټ قاضي محسن اختر کیاني د فبرورۍ پر ۱۳ مه د ورکو بلوڅ زده کوونکو د قضیې اورېدنې پر مهال کاکړ ته د فبرورۍ پر ۱۹مه عدالت ته د حاضرېدو امر وکړ.

د لادرکه بلوڅ زده کوونکو وکيلې ايمان مزاري مشال راډيو ته وويل های کورټ نګران وزيراعظم ځکه عدالت ته وربللی چې له ۵۰ څخه یوشمېر بلوڅ زده کوونکي لا هم ورک دي.

قاضي د اورېدنې پر مهال د ورکو زده کوونکو په موندلو کې د چارواکو پر پاتې راتګ خپګان وښود او و یې ویل، "د خلکو د په زور ورکولو سزا باید مرګ وي."

قاضي کیاني زیاته کړه چې اوس نګران وزیراعظم ورغواړي او که مسله حل نه شوه نو وروسته به د راتلونکي وفاقي حکومت وزیراعظم هم حاضروي.

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم لا د عدالتي امر په اړه څه نه دي ویلي خو لوی څارنوال منصور اعوان اورېدنې ته وویل چې له ۵۰ څخه یې ۲۲ تنه موندلي او پاتې لا هم ورک دي چې لټون یې روان دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد های کورټ قاضي محسن اختر کیاني د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر ۲۹مه حکومت ته ویلي ول چې که د ۲۰۲۴ز کال تر جنورۍ پورې یې ورک بلوڅ زده کوونکي پیدا نه کړل نو د لنډمهالي وزیراعظم او د کورنیو او دفاعي چارو د لنډمهالو وزیرانو او سېکرټرانو پرضد به د مقدمو دایرولو امر وکړي.

د پاکستان لوی څارنوال منصور اعوان پر هغه ورځ هم عدالت ته ویلي ول چې حکومت له ورکو څخه ۲۲ کسان موندلي دی او له قاضي څخه یې د پاتې کسانو موندلو لپاره وخت غوښتی وو چې عدالت ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۳ز کال پر مهال فعالانو څو ځلې د بلوڅ زده کوونکو د ورکېدو دعوې وکړې.

د اکتوبر په پای کې هم د بلوڅ زده کوونکو سازمان د لاهور په پنجاب پوهنتون کې د یوه بلوڅ زده کوونکي د ګرفتارۍ پر ضد مظاهره کړې وه. هغوی دعوه کړې وه چې پولیسو او په ساده جامو کې خلکو هغه نیولی وو چې وروسته یې خوشې کړل.

خو له دې پرته یوشمېر داسې زده کوونکي دي چې له مودې راهیسې ورک دي او د ځای ځایګي هېڅ پته یې نه لګي.

د حقونو فعالان تور پورې کوي چې امنیتي او استخباراتي ادارې د بلوڅانو په ورکولو کې لاس لري چې ورڅخه یې ځینې په "جعلي نښتو" کې وژلي هم دي.

په ۲۰۲۳ز کال کې هم بلوڅانو څه باندې یوه میاشت په اسلام اباد کې پرلت وهلی وو. هغوی تر هغې وروسته په احتجاج لاس پورې کړ چې د بلوچستان پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې د نومبر پر ۲۳مه په تربت کې په يوه نښته کې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې خبر ورکړ.

خو بلوڅ فعالانو وویل چې په هغو کسانو کې د بالاچ مولابخش بلوڅ په نامه هغه سړی هم شامل وو چې د پولیسو په بند کې وو.

د بلوچستان نګران حکومت ویلي ول چې د دې تورونو د پلټنو لپاره یې له ځینو پولیسو پوښتنې پیل کړې دي او د ځینو دندې یې ځنډولې دي.

بلوڅانو د تربت تر پېښې وروسته هلته او بیا په کوټه کې احتجاجي پرلت وواهه او د ډېسېمبر پر ۲۰مه اسلام اباد ته ورسېدل.

په اسلام اباد کې د ماورای عدالت وژنو او د خلکو ورکولو پرضد د ډېسېمبر له ۲۰مې راهیسې روان پرلت د جنورۍ پر ۲۴ پای ته ورسېد.

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي خو هغوی دا تورونه ردوي.

پوځ وايي، ځینې کسان چې ورک بلل کېږي، له ناقانونه وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي دي. په ۲۰۱۹ز کال کې د پوځ د هغه وخت وياند مېجر جنرال اصف غفور په يوه خبري غونډه کې د مشکوکو کسانو ورکولو په اړه ويلي ول، "نه غواړو څوک په زور لادرکه شي خو په جنګ او مينه کې هر څه جايز دي."

داراز د پاکستان امنیتي ادارو او حکومت په بیا بیا د ماورای عدالت وژنو تور رد کړی دی او وايي، که داسې پېښې شوې هم وي، نو پلټنې یې کوي.

په پاکستان کې په ۲۰۱۱ز کال کې د ورکو کسانو د قضیو څېړلو لپاره سرکاري کمېشن جوړ شو.

د هغه کمېشن استازو د جنورۍ پر اتمه د ورکو کسانو په اړه د قضیې اورېدنې پر مهال سپریم کورټ ته رپورټ وړاندې کړ چې پکې راغلي دي چې د ۲۰۲۳ز کال تر ډېسېمبر پورې ورسره تر ۱۰،۰۰۰ څخه د زیاتو لادرکو کسانو نومونه ثبت شوي ول چې په هغوی کې یې د ۶،۰۰۰ کسانو قضیې ختمې کړې دي.

کمېشن په رپورټ کې زیاته کړې وه چې له ورکو څخه یې د ۲۶۱ مړي موندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG