د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو له پنجاب پوهنتونه یو بلوڅ زده کوونکی نیولی


 فرید بلوڅ د اکتوبر پر ۲۷مه د لاهور له پنجاب پوهنتونه پولیسو نیولی دی.
فرید بلوڅ د اکتوبر پر ۲۷مه د لاهور له پنجاب پوهنتونه پولیسو نیولی دی.

د پنجاب صوبې پولیسو او په ساده جامو کې ځینو کسانو، په لاهور کې له پنجاب پوهنتونه یو بلوڅ زده کونکی فرید حسېن بلوڅ نیولی دی.

د اکتوبر پر ۲۷مه، پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې یوه ویډیو کې ښودل کېږي چې فرید بلوڅ د پنجاب پوهنتون د څلورمې دروازې سره نېږدې روان وو چې په ساده جامو او پولیس یونیفارم کې يې ځینې کسان په زوره موټر ته خېژوي.

د لاهور په پنجاب پوهنتون کې د بلوڅ زده کونکیو سازمان (بلوڅ سټوډنټس کونسل یوینورسټي اف پنجاب) تر پېښې وروسته په پوهنتون کې احتجاج کړی او د فرید بلوڅ د خوشې کولو غوښتنه یې وکړه. د کونسل یو غړي اصف بلوڅ د اکتوبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې پر فرید بلوڅ، پولیسو د نشه یې توکیو د قاچاق بې بنیاده مقدمه جوړه کړې ده.

هغه وایي: "زموږ ملګری چې په برکت مارکیټ کې د چای څښکلو وروسته پوهنتون ته راروان وو او چې څنګه پر دروازه رادننه شو، نو په پولیس یونیفارم او ساده جامو کې څلورو کسانو لومړی دی ونیوو، بیا یې ووهلو، فرید مزاحمت هم وکړ خو هغوی پرېنښود. موږ د شپې ناوخته پورې احتجاج وکړ خو بیا د پوهنتون امنیتي ساتونکیو پر موږ حمله وکړه او موږ احتجاج ختم کړ."

د پنجاب پوهنتون د بلوڅ زده کونکیو د کونسل یو بل غړي اسد بلوڅ مشال راډیو ته وویل، لومړی پولیسو نه منله چې فرید له دوی سره دی.

"لومړی موږ ته هیڅ معلومه نه شوه چې زموږ ملګری فرید یې ولې تښتولی، وروسته د لاهور د ګارډن ټاون پولیسو تاڼې راته تایید کړه چې فرید بلوڅ له دوی سره دی. پر هغه یې د منشیاتو مقدمه درج کړې ده. موږ ته یې د هغه سره د ملاقات اجازه را نه کړه. خو د وکیل په ذریعه راته معلومه شوه."

د لاهور د ګارډن ټاون پولیس تاڼې په دغه اړه د مشال رادیو د ټېلېفونونو ځواب ورنه کړ خو د لاهور پولیسو د اکتوبر پر ۲۸مه پر خپله ایکس پاڼه د ابتدایي تحقیقاتي راپور کاپي خپره کړې او ویلي دي چې فرید بلوڅ په پوهنتون کې ذده کونکیو ته نشه یي موادو د رسولو کار کاوه نو ځکه یې ونیوو.

د سیاستوال سردار اختر جان مینګل په مشرۍ کې یو کمېشن په خپل رپورټ کې دا تاید کړه چې د پاکستان په پوهنتونونو کې بلوڅ زده کونکي ځورول کېږي
نصرالله بلوڅ

بلخوا د پنجاب پوهنتون یو امنیتي افسر کرنل عبېد د پېښې په اړه مشال راډیو ته وویل، پر نوموړي د نشه یي موادو په اړه اېف ای ار درج شوی دی او پلټنې یې روانې دي.

هغه وویل: "معلومات دا دی چې دغه تن به پوهنتون ته د نشه یي موادو سپلای کوله، بلوڅ زده کونکیو ته هم معلومه ده چې ده به دغه کار کاوه، ده ته له دې وړاندې څو وارې خبرداری هم ورکړل شوی دی چې دغه کار دې نه کوي، هغه یې د معلوماتو پر اساس نیولی."

بلخوا پر ټولنیزو رسنیو د فرید بلوڅ د نیولو پر ویډیو د بشري حقونو او د زده کونکیو د سازمانونو لخوا سخت غبرګون مخې ته راغلی دی.

د پاکستان د بشري حقونو سازمان هم د اکتوبر پر ۲۷مه د دغه پېښې په اړه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې "د لاهور په پوهنتونونو کې د امنیتي ادارو لخوا په تېرو څو ورځو کې د پښتنو او بلوڅو زده کونکیو پر ځورولو او ویرولو دوی سخت اندېښمن دي او لږترلږه دوه زده کونکي په زوره ورک کړل شوي دي.

کمېشن زیاته کړې چې په پنجاب کې د بلوچستان او خیبرپښتونخوا زده کونکي په ځانګړي توګه د هغه ډول چلند سره مخ کېږي او باید ټول زده کوونکي په مساوي توګه بې له څه ویرې ترهې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي."

بلخواد بلوچستان د لارکو کسانو لپاره کارکونکی تنظیم وایس فار میسینګ بلوچ پرسنز مشر نصرالله بلوڅ د اکتوبر پر ۲۸مه مشال رېډیو ته وویل د پنجاب په پوهنتونونو کې بلوڅ زده کونکي ځانونه خوندي نه ګڼي.

"د بلوڅ زده کونکیو د پروفایلنګ یا د هغوي په اړه د معلوماتو راغونډولو په اړ کې په اسلام اباد های کورټ کې د دریو څلورو کالونو راهیسې یوه مقدمه هم روانه ده، بیا د سپریم کورټ چیف جسټس په دغه اړه یو کمېشن هم جوړ کړ او د سېنېټ چیرمین صادق سنجراني یې مشر شو، خو هغه څه ونه وکړل بیا د سیاستوال سردار اختر جان مینګل په مشرۍ کې یو کمېشن جوړ شو، چې پکې د ۶۹ ذده کونکیو مقدمې د بحث لاندې وې. دغه کمېشن په خپل رپورټ کې دا تاید کړه چې د پاکستان په پوهنتونونو کې بلوڅ زده کونکي ځورول کېږي."

بلخوا بلوچ سټوډنټس کونسل وایي له دې وړاندې تېر کال هم د پنجاب پوهنتون د هاسټل څخه یو بلوڅ زده کونکی امنیتي ادارو نیولی وو چې ۱۵ ورځې وروسته بیا خوشې شو.

XS
SM
MD
LG