د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅان "د جبري لادرکو خلکو د ماورای عدالت وژنو" ودرېدل غواړي


په کراچۍ کې د لادرکو خلکو د ماورای عدالت وژنو پر ضد مظاهره
په کراچۍ کې د لادرکو خلکو د ماورای عدالت وژنو پر ضد مظاهره

د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د بلوچستان د تربت ښار د هغو احتجاجیانو په ملاتړ کې مظاهرې شوې دي چې پر ترهګرۍ ضد پولیسو څانګې د لادرکو کسانو د وژنو تور پورې کوي.

د بلوڅانو يووالي شورا (بلوچ يکجهتي کونسل) تر سیوري لاندې د بشري‌حقونو فعالانو د نومبر پر ۲۶مه، په کراچۍ، لاهور، تربت، حب او کوټه کې احتجاجونه وکړل. دوی تور پورې کړ چې په تربت او د بلوچستانو په نورو سیمو کې پولیسو په جعلي‌مقابلو کې لادرکه خلک وژلي دي.

په حب کې د مظاهرې په ومخت د بلوڅ يکجهتي کونسل غړي عبدالوهاب بلوڅ د نومبر پر ۲۶مه، مشال راډيو ته وويل چې د پوليسو په جعلي مقابله کې دوژل شو کسانو لپاره انصاف غواړي. هغه زیاته کړه: "په تيره يوه يوه نيمه مياشت کې د پولیسو جعلي مقابلې ډېرې شوې دي. د هغو کسانو مړي موندل کېږي چې د لادرکو بلوڅانو تنظیمونو یې لیستونه د بشري حقونو ادارو او حکومت ته ورکړي دي. موږ د دې وژنو ودرېدل غواړو."

دا ترهغې وروسته ده چې د نومبر پر ۲۳مه د بلوچستان پوليسو ترهګرۍ ضد څانګې د تصويرونو په خپرولو سره ادعا وکړه چې د نښتي پر مهال يې وسلوال وژلی دي. خو د لادرکو بلوڅانو لپاره کار کوونکو تنظيمونو دا دعوه بې بنیاده وبلله او وي ويل چې وژل شوي کسان په زور غيب کړل شوي بلوڅان دي.

بلوڅ فعالانو دعوه وکړه چې په وژل شویو کې د بالاچ مولابخش په نوم هغه ځوان هم دی چې د دوی په وينا، لادرکه وو او تر وژل کېدو څو ورځې مخکې عدالت ته هم حاضر شوی وو.

خو د ترهګرۍ ضد پولیسو د نومبر پر ۲۴مه په بیان کې وویل چې بالاچ مولا بخش په اکتوبر کې نیول شوی وو او د نومبر تر ۲۱مې د پولیسو په حراست کې وو. په بیان کې ویل شوي چې بالاچ د خپلو "ترهګرو فعالیتونو اعتراف" کړی وو او د خپلو پټو ملګرو نشاندهي یې کوله، خو هغه ځای ته ورتګ پر مهال له وسلوالو سره په نښته کې دی هم ووژل شو.

خو د تربت د احتجاج مشر ګلزار دوست محمد د نومبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته ويلي وو چې د پولیسو دعوې بې بنیاده او خبرې یې حقیقت نه لري. هغه زیاته کړې وه چې د امنیتي ادارو په خبره بلوچ وسلوال وو او په مقابله کې ووژل شول. نوموړي وویل چې څنګه يو سړی په يو وخت کې هم د پولیسو په بند کې وو او هغه د وسله والو سره غرونو ته ختلی او نښته یې کوله.

د بلوڅانو د یووالي شورا غړې او د پرلت ګډونوالې ماه رنګ بلوڅې د نومبر پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې په تربت کې وژل شوي ټول لادرکه کسان ول او تر هغې به یې احتجاجونه روان وي تر څو یې حکومت غوښتنې نه وي منلې. نوموړې د خپلو غوښتنو په اړه زیاته کړه. "د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې د کاروايو پلټنې دې وشي. عدالتي کمېشن دې جوړ شي او سپريم کورټ دې یې نوټس واخلي. وزيراعظم دې موږ ته يقين راکړي چې نور به ورک خلک ماورای عدالت نه وژل کېږي. د بلوچستان د هر غايب کړل شوي کس کورنۍ دا اندېښنه لري چې ښايي د دوی د خپلوانو مړي هم دغسې دوی ته ورسېږي."

تر اوسه پورې حکومت د دې غوښتنو په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی. په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي خو هغوی دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG