د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي د بلوڅ ځوان د وژنې په تور پر ۴ پولیسو مقدمه درج شوې ده


بلوڅان د خپلو خلکو د ورکېدنې پر ضد وخت په وخت احتجاجونه کوي ـ پخوانی انځور.
بلوڅان د خپلو خلکو د ورکېدنې پر ضد وخت په وخت احتجاجونه کوي ـ پخوانی انځور.

د بلوچستان په تربت کي پولیسو د یو ځوان د وژني په تور د ترهګري ضد ادارې (کاونټرټریرزم ډيپارټمنټ یا سي ټي ډي) د څلور غړو په ضد مقدمه دایر کړې ده.

د مقدي یوه کاپي مشال راډیو ترلاسه کړې چې پکې د بالاچ بلوڅ په نامه د وژل شوي ځوان پلار مولا بخش ویلي چې زوی یې په پولیسو کې د ترهګرۍ ضد څانګې نیولی وو او بیا یې له درې نورو کسانو سره په جعلي مقابله کې وژلی دی.

د ډېسېمبر پر نهمه هغه مقدمه د سي ټي ډي ځایي افسر، اېس اېچ او، تفتیشي افسر او لاک انچارج پر ضد لیکل شوې ده.

د نومبر پر ۲۳مه، بالاچ بلوڅ او درې نورو کسانو تر وژنې وروسته د تربت ښاریانو ۱۳ ورځې هلته پرلت وهلی وو او تر هغې وروسته یې د کوټې په لور لاریون پیل کړی دی چې دا مهال خضدار ته رسېدلی دی.

د بالاچ بلوڅ او درې نورو کسانو تر وژنې وروسته پولیسو ویلي ول چې هغه کسان وسلوال ول او د هغوی پر پټنځای یې د چاپې په مهال د پولیسو په ډزو وژل شوي. پولیسو د هغو کسانو سره د وسلو موندلو ادعا هم کړې وه.

د پېښې په ضد لاریون کونکي وایي که څه هم د بالاچې د وژنې مقدمه ولیکل شوه او د دوی یوه غوښتنه پوره شوه خو زیاتوي په پولیس مقابلو کې دې د خلکو وژنه بنده کړل شي او د بلوڅو د ورکېدو لړۍ دې بنده شي.

د لاریون ګډونوال نثار احمد بلوڅ د ډېسېمبر پر۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې تر کوټې لاریون کوي او که غوښتنې یې و نه منل شوې نو د لاریون په دویم پړاو کې اسلام اباد ته ځي.

د لاریونوالو او د تربت د مرستیال کمېشنر ترمینځ څو ځل خبرې شوي دي خو بریالی شوي نه دي.
د بلوچستان نګران اعلا وزیر په یوه خبر پاڼه کې امر کړی دی چې پولیس دې په پېښه کې ککړ کسان ونیسي او په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره دې ګامونه پورته کړي.

د بلوڅانو د یووالي شورا (بلوچ يکجهتي کونسل) تر سیوري لاندې د مظاهرو منتظمينو تر دې وړاندې هم په يوه خبرپاڼه کې وویل چې لادرکه کسان دې په "جعلي پولیس مقابلو" کې د وژل کېدو پر ځای عدالتونو ته وړاندې شي.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۸ز کال په کراچۍ کې د پولیس افسر راو انور په مشرۍ پولیسو وزیرستانی ځوان نقیب الله مسید او درې نور کسان وژلي ول. هغه وخت هم پولیسو لومړی ادعا کوله چې هغه کسان وسلوال ول او د پولیسو سره په مقابله کې وژل شوي خو وروسته د کډ پلټنیزې ډلې له تحقیقاتو مالومه شوه چې مسید او ملګري یې په جعلي پولیس مقابله کې وژل شوي ول.

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي خو هغوی دا تورونه ردوي.

پوځ وايي، ځینې کسان چې ورک بلل کېږي، له ناقانونه وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي دي. په ۲۰۱۹ز کال کې د پوځ د هغه وخت وياند مېجر جنرال اصف غفور په يوه خبري غونډه کې د مشکوکو کسانو ورکولو په اړه ويلي ول، "نه غواړو څوک په زور لادرکه شي خو په جنګ او مينه کې هر څه جايز دي."

داراز د پاکستان امنیتي ادارو او حکومت په بیا بیا د ماورای عدالت وژنو تور رد کړی دی او وايي، که داسې پېښې شوې هم وي، نو پلټنې یې کوي.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په اکتوبر کې له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي ول چې خلک د لادرکو کسانو پر مسله سیاست کوي. هغه دعوه کړې وه چې د ورکو کسانو شمېر یوازې ۵۰ دی او يو سرکاري کمېشن د ستونزې د هواري هڅه کوي.

خو د بشري حقونو سازمانونه وايي چې لسګونه زره کسان ورک دي چې ورڅخه یې ځینې وژل شوي هم دي او هغه سرکاري کمېشن پر خپله ووبپاڼه ارقام ورکړي دي چې ورڅخه یې ښکاري چې زرګونه کسان ورک دي.

د پاکستان حکومت هغه کمېشن په ۲۰۱۱ز کال کې جوړ کړی وو. کمېشن وايي، د ۲۰۲۳ز کال تر جون میاشتې پورې یې د ۹،۷۳۶ ورکو کسانو نومونه ثبت کړي دي چې پکې د ۵۳۳ کسانو د لادرکۍ رپورټونه د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې درج شوي دي. کمېشن زياتوي، تر اوسه یې د ۷،۴۳۹ کسانو قضیې فیصله کړې دي او د ۲،۲۹۷ کسانو قضیې روانې دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG