د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان نېشنل ګوند په اسلام اباد کې د پارلېمان مخې ته پرلت وهلی دی


اختر مېڼګل د لادرکه کسانو په اړه د اسلام اباد های کورټ لخوا د جوړ شوي پخواني کمېشن مشر وو. پخوانی انځور
اختر مېڼګل د لادرکه کسانو په اړه د اسلام اباد های کورټ لخوا د جوړ شوي پخواني کمېشن مشر وو. پخوانی انځور

ده په پرلت کې په ګډون کولو د افراسياب خټک، رضا رباني، امنه مسعود او نورو سياسي او مدني فعالانو مننه وکړه او ويې ويل چې دوی دغه ستونزه مهمه وګڼله نو ځکه ېې د ده ملګرتيا وکړه.

د بلوچستان نېشنل ګوند (مېنګل) د پارلېمان پخوانيو غړيو د اکتوبر پر ۳۰مه د جبري لادرکيو او په هغه صوبه کې د مبینه وژونکيو ډلو (ډیت سکواډز) د ختمولو د خپلو غوښتنو په حق کې په اسلام اباد کې د پارلېمان مخې ته پرلت وهلی دی.

د اختر مېنګل په مشرۍ کې پیل شوي دې پرلت کې د ملي جمهوري غورځنګ يو مخکښ افراسياب خټک ، د پيپلز ګوند يو مشر رضا رباني، د لادرکه کسانو د موندنو لپاره د فعاله سازمان ډيفنس فار هیومن رايټس مشره امنه مسعود جنجوعه، د جماعت اسلامي مشر سېنېټر مشتاق احمد خان او نور مدني فعالونو ګډون کړی دی.

اختر مېنګل د پرلت وهلو پر مهال له رسنيو سره خبرې پر مهال وويل چې لومړی یې د اسلام اباد پريس کلب مخې ته د احتجاجي ناستې اراده لرله خو هلته د ده په خبره، ناستې يې په حکومت "ښه و نه لګېدله" او د دوی ساونډ سسټم يې يوړو نو ځکه د پارلېمان مخې ته کښېنستل. البته حکومت د نوموړي د دې دعوې په اړه لا څه نه دې ويلي.

ده په پرلت کې په ګډون کولو د افراسياب خټک، رضا رباني، امنه مسعود او نورو سياسي او مدني فعالانو مننه وکړه او ويې ويل چې دوی دغه ستونزه مهمه وګڼله نو ځکه ېې د ده ملګرتيا وکړه.

پر دې مهال رضا رباني وويل چې یوه ورځ وړاندې په اسلام اباد کې د فلسطينايانو په حق کې لاريون کوونکي هم پوليسو وهلي ول چې دوی يې غندنه کوي.

په جبري توګه د لادرکه شويو خلکو په اړه رضا رباني وويل چې دا د نن ورځې خبره نه ده بلکې د ده په خبره، د يوه سازش له مخې کېږي. هغه زیاته کړه چې په دې اړه يو کميټي هم جوړه شوې وه چې دی يې هم غړي وو او هغې کميټۍ خپل رپورټ وړاندې کړی دی.

رباني زیاته کړه "خلک بايد په زوره لادرکه نه شي ، که چا کوم جرم کړی وي هغه بايد مخې ته راوستل شي. دا ډېره د افسوس خبره ده چې ځینې کسان تر کلونو ورک وي او بیا یې مړی وموندل شي. د دې ستونزې حل دادی چې ریاست خپل فکر بدل کړي. استخباراتي ادارې باید د قانون لاندې راوستل شي او د قانون په چوکاټ کې کار وکړي."

تر اوسه پورې د پاکستان حکومت د اخترمېنګل او رضا رباني د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دې ويلي.

د دې پرلت اعلان اختر مېنګل د اکتوبر پر ۲۲مه د امن په نوم لاریون کې کړی وو. پر هغه ورځ د بلوچستان نېشنل ګوند غړو او مشرانو د خضدار له وډ څخه تر کوټې پورې لاریون وکړ چې وروسته د کوټې په ايوب سټډيم کې په جلسه بدل شو.

غونډې ته د وينا پر وخت سردار اختر مېنګل پر حکومت تور پورې کړی وو چې په راتلونکو انتخاباتو کې يې د ګوند د مخې نيولو په خاطر د هغه مخالفه شفيق مېنګل د ده پرضد کاروي.

د اکتوبر پر ۱۵مه د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل) مشر سردار اختر مېنګل تور پورې کړی وو چې د خضدار په وډ سيمه کې د قبايلي جګړې په نوم ورباندې د برید "ستراتيژيک پلان" جوړ شوی دی. خو هغه دا نه وو ويلي چې پلان چا او ولې جوړ کړی دی، البته مخالف لوري ته يې د "وژونکې ډلې (ډېت سکواډ)" اصطلاح استعمال کړې وه چې ښايي اشاره یې خپل قبایلي مخالف شفيق مېنګل ته وي.

خو د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان محمد اڅکزي د اکتوبر پر ۲۲مه له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د مېنګل تورونه رد کړل. جان محمد اڅکزي‌ زیاته کړه چې اختر مېنګل او شفيق مېنګل د ځمکې لانجه لري چې حکومت يې د حلولو لپاره کمېټۍ هم جوړه کړې ده.

وډ د اختر مېنګل پلرنی کلی دی چې هلته يې له کلونو راهيسې د خپلې قبیلې له يو بل مهم کس شفيق مېنګل سره شخړه روانه ده.

د جبري غیب کړل شويو کسانو کورنۍ په احتجاج دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:10 0:00

په تېرو شاوخوا دوو مياشتو کې د دواړو غاړو ترمینځ نښتې شوې چې پکې تر ۱۰ زیات کسان وژل شوي دي. شفيق مېنګل د اختر مېنګل د تورونو په اړه لا څه نه دي ويلي.

شفيق مېنګل پخوا د یوې ناقانونه بلوڅ وسلوالې ډلې مشر وو او دا مهال سياسي هلې ځلې کوي. پخوا پر شفیق مېنګل په خضدار او شاوخوا سيمو کې د بلوڅ بېلتونپالو ډلو پرضد د وسلوالو فعاليتونو تور وو. هغه د پاکستان د پخواني پوځي واکمن جنرال مشرف په کابينه کې د شامل پخواني وفاقي وزير نصير مېنګل زوی دی.

شفيق مېنګل اوس د "جالاوان عوامي پینل" په نوم ډله لري. خو هغه له دې انکار کوي چې کومه وسلواله ډله لري بلکې څو کاله وړاندې يې له مشال راډېو سره په مرکه کې دعوه کړې وه چې "په سيمه کې د سردارانو د ظلمونو پر ضد مبارزه کوي."

تر دې وړاندې د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې دواړو خواوو تر هغې وروسته ډزبندي وکړه چې د سیمې د پښتنو او بلوڅو مشرانو یو پلاوی د پخواني اعلا وزیر نواب اسلم رییساني په مشرۍ وډ ته ولاړ او له مخالفو خواوو سره یې جلا جلا خبرې وکړې.

د لادرکه کسانو مسله د بشري حقونو له پلوه د پاکستان تر ټولو لویه ستونزه ده چې نه يوازې په هېواد دننه سياسي ګوندونه، مدني فعالان او د بشري حقونو سازمانونه يې وخت نا وخته په اړه غږ پورته کوي بلکې د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو هم دا مسله په وار وار راپورته کړې ده.

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. په ورکو کسانو کې د ځینو مړي موندل کېږي. دا کسان د ترهګرۍ ضد جګړې او په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتونپالو ډلو پرضد د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر مهال ورک شوي دي چې تور يې د پاکستان پر استخباراتي ادارو پورې کېږي خو د پاکستان حکومتونو او پوځ له دې تورونو څخه تل انکار کړی دی خو البته يو وخت د پوځ د عامه اړيکو ادارې ویاند په خبرې غونډه کې ويلي ول چې دا مسله به زر حل شي.

د پاکستان حکومت د لادرکه کسانو د موندلو لپاره يو کمېشن هم جوړ کړی دی. کمېشن وايي، د ۲۰۲۳م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د ۵۳۳ نورو کسانو د لادرکه کېدو پېښې ثبت کړي دي.کمېشن زیاتوي چې د ۲۰۲۳م کال په مارچ میاشت کې تر ټولو زیات ۱۴۱ کسان لادرکه شوي دي.

اختر مېنګل يو له هغو بلوڅ سياستوالانو څخه دی چې د لادرکه بلوڅانو مسله پرله پسې راپورته کوي. هغه په ۲۰۱۸ز کال په قامي اسمبلۍ کې د وينا پر مهال سپیکر ته د څه دپاسه ۵،۰۰۰ کسانو يو فهرست ورکړی وو چې د ده په وينا، لادرکه دي.


اختر مېنګل د ورکو بلوڅانو د هغه کمېشن مشري هم کوله چې د اسلام اباد های کورټ د ۲۰۲۲ز کال د سېپټمېبر په مياشت د بلوڅ زده کوونکو په غوښتنه جوړ کړی وو.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ په وار وار ويلي چې د لادرکه بلوڅانو شمېر هغه نه دی چې ښوول کېږي. نوموړي بي بي سي سره په مرکه کې چې د سېپټېمبر پر ۲۹مه خپره شوې وه، ادعا کړې وه چې په پاکستان کې د هغو کسانو شمېر شاوخوا ۵۰ دی چې د ملګرو ملتونو د تعريف او معیار له مخې په زوره لادرکه کړل خلک ګڼل کېږي.

خو په بلوچستان کې د لادرکه کسانو د موندلو لپاره کارکوونکی تنظيم، وایس فار ميسينګ بلوچ پرسنز،د انوارالحق کاکړ پر دې څرګندونو تنقید کړی وو. د دې تنظيم مشر نصرالله بلوڅ د اکتوبر پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې له دوی سره يوازې له بلوچستانه لږ تر لږه د۶،۸۳۰ هغو کسانومونه ثبت دي چې د ده په تور، د امنيتي ځواکونو لخوا لادرکه کړل شوي دي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG