د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن وايي د ۲۰۲۴ز کال جنورۍ کې عام انتخابات کوي


پاکستان کې یوه ښڅه خپله رایه کاروي او نورې د خپل نوبت په انتظار دي - پخوانی انځور.
پاکستان کې یوه ښڅه خپله رایه کاروي او نورې د خپل نوبت په انتظار دي - پخوانی انځور.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن ویلي دي چې د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې په هېواد کې عام انتخابات کوي.

کمېشن د سېپټېمبر پر ۲۱مه په بیان کې ویلي چې د سېپټېمبر تر ۲۷مې پورې د نویو حلقه بندیو لومړی نوملړ خپروي او د ګوندونو تر نیوکو وروسته به حتمي یا وروستۍ حلقه بندۍ د نومبر پر ۳۰مه اعلان شي.

کمېشن وايي، د انتخاباتو د ۵۴ ورځني پروګرام، چې پکې ګوندونه او خپلواک نوماندان کیمپېن کوي، تر بشپړېدو وروسته به د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې په هېواد کې ټولټاکنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر عارف علوي د سېپټېمبر پر ۱۳مه د انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا ته په استولي لیک کې نوموړي ته د نومبر پر شپږمه د ټولټاکنو کولو سپارښتنه کړې وه.

خو انتخاباتي کمېشن وايي چې د انتخاباتو د نېټې اعلانولو واک له هغې ادارې سره دی.

ولسمشر علوي د اګست پر نهمه د پخواني وزیراعظم شهباز شریف په سپارښتنه قامي اسمبلي ړنګه کړه.

تر هغې وروسته باید انتخاباتي کمېشن او لنډمهالي حکومت په درو میاشتو کې انتخابات کړي وای، خو انتخاباتي کمېشن د اګست پر ۱۷مه وویل چې نوې حلقې جوړوي او دا چې د روان کال د ډېسېمبر پر ۱۴مه به وروستۍ حلقه بندۍ اعلان کړي.

خو کمېشن د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه وویل چې د نویو انتخاباتي حلقو جوړولو موده کموي او وروستۍ حلقې به د نومبر پر ۳۰مه اعلان کړي.

کمېشن تر هغې وروسته د نویو حلقه بندیو اعلان وکړ چې د پاکستان د ګډو ګټو شورا په اګست کې د هېواد د لومړۍ برېښنايي او کمپیوټري یا ډېجېټل سرشمېرنې نتیجې تایید کړې چې له مخې یې د هغه هېواد ابادي څه د پاسه ۲۴۱ مېلیونه ده.

د پاکستان پخواني وفاقي اېتلافي حکومت ویلي ول چې راتلونکي انتخابات باید د سږنۍ سرشمېرنې پر اساس وشي خو په همدې حال کې زیاتره ګوندونو په مني کې پر ټاکلي وخت د انتخاباتو کولو غوښتنه کړې وه. مخالفه ګوند تحریک انصاف د نویو حلقه بندیو په اړه د کمېشن اقدام رد کړی وو.

د هېواد زیاتره سياسي ګوندونه پر دې سلا دي چې که انتخابات د نویو حلقه بنديو له کبله تر ۹۰ ورځو زیات هم وځنډېږي نو ملاتړ یې کوي. خو يوازې تحریک انصاف په ۹۰ ورځو کې دننه د انتخاباتو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG