د لاسرسي ځای

تازه خبر

سکندر سلطان راجا: د انتخاباتو د نېټې پرېکړه به یوازې انتخاباتي کمېشن کوي


یو خبریال د انتخاباتي کمېشن دفتر مخې ته ویډیو جوړوي - پخوانی انځور.
یو خبریال د انتخاباتي کمېشن دفتر مخې ته ویډیو جوړوي - پخوانی انځور.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن ویلي دي چې په هېواد کې د عامو انتخاباتو د نېټې پرېکړه به خپله هغه اداره کوي.

د کمېشن مشر سکندر سلطان راجا د اګست پر ۲۴مه ولسمشر ډاکتر عارف علوي ته په ځوابي لیک کې کښلي چې له انتخاباتي قانون سره سم، د انتخاباتو د نېټې ټاکلو واک یوازې له کمېشن سره دی.

نوموړي لیکلي دي چې که ولسمشر د اساسي قانون د ۴۸مې مادې له پینځمې برخې او یا د ۵۸مې مادې له دویمې برخې سره سم د خپل اییني واک په کارولو قامي اسمبلي ړنګه کړې وای نو بیا به یې د انتخاباتو نېټه هم اعلانوله، خو هغه دا کار د ۵۸مې مادې د لومړۍ برخې له مخې، د وزیراعظم په سپارښتنه کړی نو ځکه د ټولټاکنو د نېټې اعلانولو واک له انتخاباتي کمېشن سره دی.

ولسمشر علوي د اګست پر نهمه د پخواني وزیراعظم شهباز شریف په سپارښتنه قامي اسمبلي ړنګه کړه.

راجا په خپل لیک کې ویلي دي چې پخوا د پاکستان د انتخاباتي قانون په ۵۷مه ماده کې راغلي ول چې ولسمشر به د انتخاباتو نېټې په اړه له کمېشن سره مشوره کوي، خو په هغه دفعه کې تر بدلون وروسته اوس دا واک یوازې له کمېشن سره دی.

د کمېشن مشر په خپل لیک کې کاږي چې د ۲۰۲۳ز کال له برېښنايي (ډېجېټل) سرشمېرنې سره سم یې د نویو انتخاباتي حلقو جوړولو پرېکړه کړې او غواړړي چې د نوماندانو او د ګوندونو حقونه خوندي کړي.

سکندر سلطان راجا په خط کې زیاته کړې چې کمېشن د انتخاباتو په اړه خپله دنده په سنجیدګۍ ترسره کوي او د دې لپاره یې د کړنلارې جوړولو په موخه ګوندونو ته بلنه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر عارف علوي د اګست پر ۲۳مه انتخاباتي کمېشن ته لیک استولی وو او ورته یې انتخاباتو نېټې ټاکلو لپاره ورسره د ناستې بلنه ورکړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG