د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف د شاه محمود قریشي د خوشې کولو او په ۹۰ ورځو کې د انتخاباتو غوښتنه کړې


شاه محمود قریشي د اګست پر ۱۹مه تر خبري غونډې وروسته ګرفتار شو - پخوانی انځور.
شاه محمود قریشي د اګست پر ۱۹مه تر خبري غونډې وروسته ګرفتار شو - پخوانی انځور.

پاکستان تحريک انصاف د خپل مرستيال مشر شاه محمود قریشي د خوشې کولو او په ۹۰ ورځو کې د انتخاباتو کولو غوښتنه کړې ده.

د ګوند عمومي سېکرټر عمر ايوب د اګست پر ۱۹مه رسنیو ته په استولي ويډيويي پیغام کې ويلي چې قریشي دې "بغير له ځنډه خوشې" شي.

هغه زیاته کړه چې ګوند یې نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ته يو ليک استولی او پکې ویلي یې دي چې د تحريک انصاف د مشرانو نيول دې بند شي او د قانون له مخې دې د قامي اسمبلۍ تر ماتېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې د ټولټاکنو کول يقیني کړي.

چارواکو قریشي د اګست پر ۱۹مه تر يوې خبري غونډې کولو وروسته په اسلام اباد کې له خپل کوره ونیوه.

د کورنيو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي د اردو ژبې جيو نيوز ټېلېوېژن ته ويلي‌ چې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي د تحقیقاتو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د دولتي رازونو د ساتلو د قانون سرغړونې په تور نيولی دی.

د بګټي په خبره، د بهرنيو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي باید د خپل وزارت په وخت په واشنګټن کې د پاکستاني سفير د پټ ليک (سایفر) په اړه ځينې پوښتنې ځواب کړي.

د تحريک انصاف مشر عمران خان ادعا کوي چې په هغه ليک کې سفير ليکلي ول چې امريکا غواړي د عدم اعتماد ووټ له لارې هغه ګوښه کړي.

خو امريکا په بیا بیا دا تور بې بنیاده بللی وو.

د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې په قامي اسمبلۍ کې مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد د تحريک په کاميابولو د عمران خان حکومت ختم کړ او هغه یې له وزيراعظمۍ ليرې کړ.

نوموړی د روان کال د اګست پر پينځمه د درغليو په يوه مقدمه کې ګرفتار شوی دی.

په پاکستان کې نګران وزاعظم د اګست پر ۱۴مه کار پيل کړ او د اګست پر ۱۷مه د لنډمهالې وفاقي کابینې غړو د دندو لوړه وکړه.

د ټاکنو کمېشن ويلي‌ چې د ۲۰۲۳ز کال له سرشمېرنې سره سم د نویو حلقو جوړولو بهیر پیلوي چې د ډېسېمبر تر ۱۴مې به روان وي.

انتخاباتي کمېشن د اګست پر ۱۷مه، په بیان کې ویلي ول چې د پاکستان له ایین او انتخاباتي قانون سره سم اوسنۍ حلقې لغوه کوي او د اګست تر ۲۱مې پورې د نویو انتخاباتي حلقو جوړولو لپاره کمېټي اعلانوي.

د انتخاباتي کمېشن له دې اعلان سره سم، ښايي په پاکستان کې عام انتخابات د قامي اسمبلۍ تر ړنګېدو وروسته په راتلونکو درو میاشتو کې و نه شي.

XS
SM
MD
LG