د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي د نومبر تر پایه د حلقه بندۍ بشپړوي


په اسلام اباد کې د پاکستان د ټاکنو مرکزي دفتر مخې ته ساتونکی تېریږي ـ پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې د پاکستان د ټاکنو مرکزي دفتر مخې ته ساتونکی تېریږي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن اعلان کړی چې د نویو حلقه بندیو وخت راکموي او دغه کار سږ کال د نومبر تر ۳۰مې پای ته رسوي.

یاد کمېشن د سېپتېمبر پر لومړۍ نېټه په یو خبر پاڼه کې ویلي چې د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره تر سلا مشورې وروسته د راروانو عامو انتخاباتو لپاره د حلقه بندیو کولو موده راکموي چې مقصد یې په هغه هېواد کې پر وخت د عامو انتخاباتو تر سره کول دي.

په خبر پاڼه کې ویل شوي چې کمېشن به له دې وروسته د عامو انتخاباتو مهالوېش اعلانوي.

تر دې وړاندې انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۳م کال د ډېسېمبر پر ۱۴مه حلقه بندیو کار پای ته د رسولو ویلي ول.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر اګست په میاشت کې د پاکستان د ګډو ګټو شورا د هېواد د لومړۍ برېښنايي او کمپیوټري یا ډېجېټل سرشمېرنې نتیجې تایید کړې چې له مخې یې د هغه هېواد ابادي څه د پاسه ۲۴۱ مېلیونه ده.

د پاکستان پخواني وفاقي اېتلافي حکومت ویلي ول چې راتلونکي انتخابات باید د سږنۍ سرشمېرنې پر اساس وشي خو په همدې حال کې زیاتره ګوندونو په مني کې پر ټاکلي وخت د انتخاباتو کولو غوښتنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG