د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر له راجګله کډه شوې ۹۰۰ کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې شوې دي


په ۲۰۱۳ز کال کې د بدامنۍ او پوځي عملیاتو له وجې شاوخوا ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې کوره شوې وې. پخوانی انځور.
په ۲۰۱۳ز کال کې د بدامنۍ او پوځي عملیاتو له وجې شاوخوا ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې کوره شوې وې. پخوانی انځور.

په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وړاندې د نظم اداره وايي، د خیبر ضلع راجګل سیمې ته یې ۹۰۰ کورنۍ ستنې کړې دي.

د ادارې د خیبر ضلعې مشر غني خان د اکتوبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې دا کډوال د تیرا کوکیخېلو او راجګل درې ته ستانه شوي دي. ده زیاته کړه چې هغه کډوال د سېپټمبر له ۲۴مې راپدېخوا خپلو سیمو ته ستانه شوي دي. نوموړي پخلی وکړ چې هلته نه تر اوسه روغتون شته او نه هم سکولونه بحال شوي دي. د ده په وینا، دا کارونه به د ژمي له تېرېدو وروسته وکړي.

بلخوا د راجګل کډوالو د کمېټۍ مشر ملک فيض الله جان مشال راډیو ته وویل، حکومت دې د دوی سیمې ته د سړک په ګډون ټولې بنیادي مسلې هوارې کړي. د راجګل کډوالو دستنېدو لپاره وخت په وخت احتجاجونه کړي دي. د دوی وروستی احتجاجي پرلت په اګست میاشت کې پای ته ورسېد.

د خیبر انتظامي مشر عبدالناصر د اګست پر ۱۰مه مشال راډیو ته ويلي ول چې له کوکيخېلو سره يې مذاکرات بریالي شوي او دواړه خواوې په دوو پړاوونو کې د راجګل د کډوالو پر ستنېدو رضا شول. د نوموړي په وینا، سږ کال د سېپټېمبر پر ۱۶مه، په لومړي پړاو کې د څلورو کلیو خلکو ستنېدل پیلېږي چې د اکتوبر تر ۳۰ مې پورې به دوام وکړي. دار راز دویم پړاو به د ۲۰۲۴ز کال د مې میاشتې له لومړۍ نېټې پیلېږي او د سېپټېمبر تر۳۰ مې نېټې پورې به روان وي.

راجګل د خیبر ضلع د جمرود تحصیل برخه ده. په ۲۰۱۳ز کال کې د ناامنۍ او د وسلوالو ضد د پوځي عملیاتو له امله د هغې سیمې شاوخوا ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بېکوره شوې وې چې زیاتره یې اوسمهال د جلوزیو کډوالو کیمپ پر ځای په جمرود کې له خپلوانو سره اوسېږي.

د خیبر انتظامي چارواکي وایي چې روان کال د مارچ په میاشت کې یې شاوخوا ۵،۰۰۰ کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې کړې دي. د تیرا راجګل د جمرود له بازاره شاوخوا ۹۰ کيلومیټره لیرې پرته غرییزه سیمه ده چې یو اړخ یې د افغانستان له ننګرهار ولایت، او نورې برخې یې له تیرا میدان، اورکزیو او کورمې سره لګېدلې دي.

XS
SM
MD
LG