د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر خلکو له حکومته د وسلوالو پر ضد د بې پرې عملیاتو غوښتنه وکړه


د خیبر خلکو له حکومته د وسلوالو پر ضد د بې پرې عملیاتو غوښتنه وکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00

د خيبر له باړې څخه تیرا ته ورغلي د امن لپاره لاريون کوونکو د پاکستان له امنيتي ځواکونو د ټولو وسلوالو پر ضد د بې توپيره کار غوښتنه کړې ده. د جولای پر ۲۵مه، د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړي او بشري حقونو فعالان د تيرا په لر باغ کې ورغونډ شول او د امن لپاره یې شعارونه ورکړل. په خیبر ضلع کې په تېره يوه اوونۍ کې درې ځانمرګي بريدونه او وسلوالې حملې شوې دي. د پاکستان حکومت د دې لاريونوالو د غوښتنو په اړه څه نه دي ويلي خو تېره اوونۍ د پوځ مشر جنرال عاصم منير د کور کمانډرانو په غونډه کې ويلي ول چې سرتېرو یې په قبايلي ضلعو کې د وسلوالو پر ضد بې توپيره هدفي عمليات روان ساتلي دي. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې:

XS
SM
MD
LG