د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د ورښتونو پر مهال پېښو کې د وژل شویو شمېر۶۰ ته رسېدلی


د مارچ پر ۱۲مه په هرات کې ماشومان په باران کې له خپل نړېدلي کور سره ولاړ دي.
د مارچ پر ۱۲مه په هرات کې ماشومان په باران کې له خپل نړېدلي کور سره ولاړ دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې د هغه هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له تېرو درو اوونيو راهیسې د ورښتونو پر مهال په پېښو کې ۶۰ کسان وژل دي.

د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو چارو د دولت وزارت ویاند جانان سایق د مارچ پر ۱۳مه رسنيو ته په لېږدولي يو ويډيويي پيغام کې وويل چې په پېښو کې ۲۳ کسان ټپي شوي هم دي.

هغه وايي، د فبرورۍ له ۲۰مې راهیسې سختو ورښتونو په افغانستان کې ۱،۶۴۵ کورونه ویجاړ کړي او ۱۸۰،۰۰۰ څاروي یې وژلي دي.

د طالبانو حکومت وايي چې زیات زیان په هرات، بادغیس او نورو غربي ولایتونو کې اوښتی دی.

سایق زیاتوي چې له نړیوالو مرستندویه ادارو سره یې په شريکه زیانمنو خلکو ته مرستې رسولي دي.

په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ايف پي) ويلي چې په افغانستان کې ناورینونه تر ټولو ډېر زیان ښځو ته رسوي.

د ملګرو ملتونو هغې ادارې د مارچ پر ۱۳مه پر اېکس ليکلي‌ چې تېر کال یې چې پر ۱۰ مېلیونو اړمنو افغانانو مرستې بندې کړې نو دې کار تر ټولو زیاتې افغان ښځې چې په ټولنه کې څنګ ته شوې، ډېرې ځپلي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې په هرات د شوې زلزلې یادونه کړې او ویلې یې دي چې د هغې شاوخوا ۷۰ سلنه قرباني هم ښځې وې، ځکه هغوی د زلزلې پر مهال په خپلو کورونو کې وې.

هغې ادارې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت نيوکه کړې چې په پرله پسې ډول یې د ښځو د کار مخه نیولې او پر هغوی یې میاشتنی عاید بند کړی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې نجونه له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړي او په دفترونو کې یې د ښځو کار هم محدود کړی دی. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په پای کې ښځې پوهنتونونو ته هم له تګه منع کړې.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو وار له مخه خبرداری ورکړی چې د ورښتونو پر مهال له زیانګالو سره به یې مرستې ځکه ټکنۍ وي چې ډېرې پیسې نه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د مارچ پر درېیمه پر اېکس لیکلي ول چې تر اوسه يې په روان ۲۰۲۴ز کال کې له افغانانو سره د مرستو لپاره يوازې ٨٧ مېليونه ډالر تر لاسه کړي دي.

د هغې ادارې په خبره، دوی په افغانستان کې د مرستندویه چارو لپاره ٣،۰۶ اربه یا مېلیارده ډالرو ته اړتيا لري. اوچا زياته کړې چې د بودیجې کمښت بشري پروګرامونه له ګواښ سره مخامخوي.

XS
SM
MD
LG