د لاسرسي ځای

تازه خبر

ریچرډ بېنېټ: د طالبانو قومندانان شخصي زندانونه لري


د کابل په پل چرخي زندان کې طالب سرتیری ګرځي ـ پخوانی انځور.
د کابل په پل چرخي زندان کې طالب سرتیری ګرځي ـ پخوانی انځور.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچرډ بېنېټ وايي چې د طالبانو یو شمېر قوماندانان شخصي زندانونه لري چې د ده په وینا له بندیانو سره پکې ناوړه چلند کېږي.

نوموړي د مارچ پر اتمه له مشال راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې یو شمېر نور زندانونه شته چې د طالبانو استخبارات یې اداره کوي او ځینې نور بیا د طالبانو د قوماندانانو شخصي دي.

بېنېټ وویل، تراوسه یې په کابل، کندهار او بامیان ولایتونو کې د طالبانو حکومت تر ادارې لاندې درې زندانونه لیدلي دي.

بېنېټ زیاتوي چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه له ټاکل کېدو وروسته ورته د هغو زندانونو د لیدنې اجازه نه ده ورکړل شوې، خو په دې اړه راپورونه یې له هغو کسانو ترلاسه کړي چې په هغو زندانونو کې یې وخت تېر کړی دی.

د طالبانو چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG