د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوړو نړیوال پروګرام وایي د افغانستان غرییزو او کلیوالو سیمو ته مرستې رسوي


د خوړو نړیوال سازمان ګاډي د افغانستان غرییزو سیمو ته مرسته لېږدوي ـ پخوانی انځور.
د خوړو نړیوال سازمان ګاډي د افغانستان غرییزو سیمو ته مرسته لېږدوي ـ پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبليو اېف پي) ويلي دي چې هره میاشت ۸،۵۰۰ لارۍ مرستندويه مواد د افغانستان په غرییزو او کلیوالو سیمو کې اړمنو کسانو ته رسوي.

هغې ادارې د جنورۍ پر ۱۴مه پر خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ډاډ ورکړی چې د ژمي په سختو شرایطو کې د مرستو د جاري ساتلو هڅې کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام زياته کړې ده چې غذايي مرستې به يې د ژمي پر مهال له لوږې سره د مخامخو افغانانو د ژوند ژغورنې یوازېنۍ لار وي.

ډبليو اېف پي ويلي دي چې اوسمهال د اړمنو افغانانو د ژمنيو مرستو لپاره ۲۶ مېلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ راهیسې لکونه افغانان هېواد ته ستانه کړي دي چې ورسره خوراکي مرستو ته د اړمنو کسانو لاسرسی نور هم ګران شوی دی.

نړیوالو مرستندویه ادارو تر دې مخکې هم ویلي چې که لازمه بودیجه تر لاسه نه کړي نو په افغانستان کې به لوږه نوره هم ډېره او بشري بحران به ژور شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG