د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه هرات ته ۸۰ ټنه مرستې لېږي


په هرات کې د ملګرو ملتونو کارکوونکي له لاريوو مرسته شوي سامانانونه کښته کوي - انځور له ارشیفه
په هرات کې د ملګرو ملتونو کارکوونکي له لاريوو مرسته شوي سامانانونه کښته کوي - انځور له ارشیفه

یونيسېف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي ۸۰ ټنه طبي وسایل او درمل یې ترلاسه کړي او ژر به یې افغانستان ته واستوي.

دې ادارې په يوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دا مرستې به په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله زیانمنو شویو ۴۳،۰۰۰ کورنیو ته ورسول شي.

تر دې وړاندې هم مرستندويه ادارو او څو هېوادونو هرات، فراه او بادغیس ولایتونو ته مرستې لېږلې دي. دا مرستې له زلزلې د بې کوره شويو خلکو لپاره دي. متحده عربي اماراتو په هرات کې يو ګرځنده روغتون پرانيستلی چې د زخميانو درملنه پکې کېږي.

په هرات کې د تېرو دوو اوونيو د زلزلو له امله د ملګرو ملتونو د راپورونو پر اساس لږ تر لږه ١،٥٠٠ تنه وژل شوي او څه دپاسه ۲،۰۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د زلزلې ۹۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي او مرستې ته اړتیا لري. دوی پر نړیوالو غږ کړی چې خپلې مالي او د وسایلو مرستې دې ډېرې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG