د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانې ښځې د زړورو ښځو نړیواله جایزه ګټلې ده


د امریکا د ولسمشر ښځه جېل بایډن او د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن په سپینه ماڼۍ کې بنفشې یعقوبي ته جایزه ورکوي.
د امریکا د ولسمشر ښځه جېل بایډن او د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن په سپینه ماڼۍ کې بنفشې یعقوبي ته جایزه ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې افغانې ښځې ته د ۲۰۲۴ز کال د زړورو ښځو نړیواله جایزه ورکړې ده.

د مارچ پر پینځمه هغه جایزه د بنفشې یعقوبي په ګډون د نړۍ ۱۲ ښځو ته ورکړل شوې. یعقوبي د بشري او معذورانو د حقونو ملاتړې ده.

د افغانستان د نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېیرې کیرن ډېکر پر اېکس، چې پخوا یې نوم ټوېټر وو، بنفشې یعقوبې ته د جایزې مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې هغې په یو داسې هېواد کې د معذورانو د حقونو ملاتړ لپاره کار کړی دی چې پکې د څلورو لسیزو په جګړو کې ګڼ وګړي معلول شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یعقوبي ته د جایرې ورکولو ترڅنګ په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو د حقونو نور ملاتړي هم ستایلي دي.

وزارت پر خپله ووبپاڼه په بیان کې لیکلي دي چې یعقوبي خپله هم د دید یا بینایۍ معذوري لري او له اوږدې مودې راهیسې یې د تشدد ښکار ښځو د وکیلې په توګه د هغوی د حقونو دفاع کړې ده.

په بیان کې راغلي چې هغه له ۲۰۰۸ز کال راهیسې له خپل مېړه سره یو ځای نابینا او د دید معذورۍ لرونکو ماشومانو ته د درملنې او تعلیم ورکوي او پر ټېلېوېژن د معلولیت په اړه د اګهۍ خپرولو لپاره خپرونه کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ۲۰۰۷ز کال راهیسې د زړورو ښځو نړیواله جایزه ورکوي چې تر اوسه پورې د ۹۰ هېوادونو ۱۹۰ ښځو ګټلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG