د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې په سېلاوونو کې د وژلیو شمېر ۲۹ ته ورسېد


د طالبانو حکومت وايي، سېلاوونو یوشمېر ولایتونه ځپلي دي - پخوانی انځور.
د طالبانو حکومت وايي، سېلاوونو یوشمېر ولایتونه ځپلي دي - پخوانی انځور.

د طالبانو د حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې چارو وزارت وایي، په بېلابېلو ولایتونو کې په وروستیو سېلاوونو کې د وژلیو شمېر ۲۹ ته رسېدلی او ۴۰ کسان ژوبل دي.

د وزارت یوه چارواکي ویلي، د مې له لومړۍ نېټې راهیسې په سېلاوونو کې د افغانستان د ۱۲ ولایتونو اوسېدونکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې د چارو وزارت مالي او اداري مشر غلام غوث ناصري د مې پر پینځمه مشال راډيو ته وویل، په هغو ولایتونو کې ۵۰۰ کورونه په بشپړ ډول وران شوي او ۲،۰۰۰ نور زیانمن شوي دي.

د ده په خبره، سېلاوونو ۳،۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه لاهو کړې او پکې ټول ۳۰۰ څاروي وژل شوي دي.

ناصري وايي، د طالبانو حکومت له اغېزمنو کورنیو سره مرستې پیل کړې دي. ‎"د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت د شهیدانو له کورنیو او زیانمنو کسانو سره د نغدو پیسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې او دغه راز یې [خلکو ته] د څښاک اوبه" ورکړې دي.

‏‎دی زیاتوي چې سېلاوونو تر ټولو زیات زیان په کندوز، تخار، بغلان، بادغیس، فاریاب، پروان، بدخشان او هرات ولایتونو کې اړولی دی.

‏‎دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې په راتلونکو ورځو کې به د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې بارانونه دوام لري چې له وجې یې د سېلاوونو خطر دی.

هر کال د پسرلي له پیل سره سم د افغانستان، په ځانګړي ډول شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې، بارانونه کېږي چې له وجې یې سېلاوونه راځي.

XS
SM
MD
LG