د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناوې یې کور کې انتظار کاوه خو د اعجاز احمد مړی یې وروړ


ناوې یې کور کې انتظار کاوه خو د اعجاز احمد مړی یې وروړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:44 0:00

د باجوړ په چاودنه کې هغه ځوان هم ووژل شو چې شاوخوا ۱۰ ورځې مخکې یې واده کړی وو. د اعجاز احمد کورنۍ وايي، د نوموړي ناوې له دود سره سم په اوومه کور ته تللې وه او د جولای پر ۳۰مه خسرګنۍ ته ستنه شوه او د مېړه په انتظار وه خو هغه په چاودنه کې ووژل شو. په پېښه کې د احمد د ترور زوی لال زاده او د پلار د ماما زوی الحاج هم ووژل شول. په هغه ځانمرګي برید کې د ماشومانو په ګډون ۶۳ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات کسان ټپیان دي. د باجوړ په خار کې د برید ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې ومنله. په ویډیو کې د اعجاز احمد پلار او تره نور معلومات راکوي.

XS
SM
MD
LG