د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ ځوانانو د اګست پر ۱۴مه د ولسي پاڅون په نامه د احتجاج اعلان کړی


د اګست پر څلورمه د باجوړ ځوانانو په خار باجوړ کې تر غونډې وروسته د ولسي پاڅون په نامه د احتجاج اعلان وکړ.
د اګست پر څلورمه د باجوړ ځوانانو په خار باجوړ کې تر غونډې وروسته د ولسي پاڅون په نامه د احتجاج اعلان وکړ.

په باجوړ کې یو شمېر ځوانانو د اګست پر ۱۴مه د ولسي پاڅون په نامه د احتجاج کولو اعلان کړی دی.

هغوی وايي، د پاکستان د ازادۍ په ورځ به یې په لاسونو کې سپین بېرغونه اخیستي وي او په خپله سیمه کې به د امن غوښتنه کوي.

دا پرېکړه د باجوړ په مرکز خار کې د اګست پر څلورمه د ځوانانو په هغې غونډه کې شوې چې د سیاسي او ټولنیزو ډلو فعالانو پکې برخه لرله.

ځوانانو دا اعلان تر هغې وروسته کړې چې د جولای پر ۳۰مه په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) په غونډه کې ځانمرګي برید ۶۳ تنه ووژل او تر ۱۰۰ زیات پکې ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې خراسان څانګې منلې ده.

د غونډې ګډونوال او په باجوړ کې د عوامي نېشنل ګوند فعال صدیق اکبر تر غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، هغه غونډه باجوړو ځوانانو جوړه کړې او د سیمې خلکو ته پر ورپېښو ستونزو پکې خبرې وشوې.

نوموړي زياته کړه، "[باجوړ کې] چاودنې شوي، له ډېر وخت راهیسې د هدفي وژنو لړۍ روانه ده، امن پاڅونونه هم وشول، موږ پرلتونه وکړل، جلسې مو وکړې، کوششونه مو وکړل، خو د هر څه باوجود زموږ وینه ارزانه ده او زموږ سرونه غیر محفوظ دي."

صدیق اکبر وویل، د ولسي پاڅون لپاره یې ۱۵ کسیزه کمیټه جوړه کړې چې هغوی به په بازارونو، جوماتونو، کالجونو او نورو ځایونو کې د پاڅون لپاره اعلانونه کوي او د ۱۴م اګست د سهار پر لس بجې به امن پاڅون پيلوي.

باجوړ د ابادۍ له پلوه تر ټولو لویه قبایلي ضلع ده چې د افغانستان له کونړ ولایت سره ګډه پوله لري. هلته په ۲۰۲۲ز کال کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې وې چې پرضد یې پراخې مظاهرې، پرلتونه او جرګې وشوې.

د غونډې ګډونوال او د پاکستان تحریک انصاف د ځوانانو تنظیم یو مشر ریحان زیب مشال راډیو ته وویل چې د باجوړ چاودنې پر شپږمه ورځ هم باجوړ په ویر کې دی. بازارونه بند دي او او حجرو او دوکانونو کې د جولای ۳۰مې د شنډۍ موړ حملې خبرې کېږي.

هغه وویل، پاڅون ځکه کوي چې د خلکو پر ذهنونو خپره شوې ویره لېرې کړي. "۱۲۰ ځوانان ناست ول، رایې مو واخیستې چې ولسي پاڅون پv ۱۴م اګست وکړو که په بله ورځ. ۱۱۸ ځوانانو همدغه نېټه غوره کړه."

هغه وویل د تور او سپین بیرغونو ترڅنګ به د پاکستان جنډا هم په لاسونو کې واخلي او دا پیغام به ورکړي چې د سیمې خلک له ناامنۍ تنګ دي.

زیب زیاته کړه چې ټولو ځوانانو سوګند وکړ چې د باجوړ د امن خبرې ته به لومړیتوب ورکوي.

صدیق اکبر او ریحان زیب دواړو وویل چې په باجوړ کې د ژوند تېرولو اسانتیاوې کمې دي نو ځکه د سیمې ډېری خلک د پاکستان نورو ښارونو او یا هم له هېواده بهر د مزدوريو لپاره ځي.

د هغوی په خبره وروستۍ ناامنۍ د سیمې خلک او په نورو ځایونو کې میشت د باجوړ خلک سخت اندېښمن کړي دي.

په باجوړ کې په ۲۰۰۵ز کال کې هم د ناامنۍ پېښې پيل شوې وې چې وروسته بیا پر ځینو سیمو وسلوال واکمن شوي ول.
په باجوړ کې په ۲۰۰۸ز کال کې پوځي عملیات وشول او وروسته پوځ سیمه له وسلوالو پاکه اعلان کړه چې تر هغې وروسته ګڼې بې کوره شوې کورنۍ خپلو کلیو او کورونو ته ستنې شوې.

XS
SM
MD
LG