د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان کې د ورکو کسانو مسله ورځ تر بلې خرابېږې'


پراګ :د پاکستان سېنېټ د بشري حقونو کمېټۍ مشرۍ نسرين جليل ویلي مدنی فعال رضا خان په ګډون د نورو تري تم کړل شويو کسانو په اړه يې د ډېسېمبر په ۲۸مه غونډه رابللي ده.

نوموړي مشال راډيو ته وويل د ورکو کسانو موندلو لپاره حکومتي ګامونه ناکافي دي. بلخوا د بشري حقونو کميشن وايي د عدالتي فيصلو باوجود تري تم کړل شويو کسانو مسله ورځ تر بلې خرابېږې.

خوشي شوي فعالان چا او ولې غيب کړي وو؟

بلخوا د لا درکه کړل شویو کسانو لپاره د حکومتي کميشن چارواکیو پر دی موضوع له خبرو ډډه کړي.

زياتره هغه فعالان نيول کېږي چې په ځانګړي انداز کې داسې خبرې کوي چې ډير متنازعه وي. د هغو کسانو پرضد شکايتونه مخې ته راځي چې غایب شوي دي.

د پاکستان د سېنېټ بشري حقونو کمېټۍ مشره نسرين جليل وايي د ورکو کسانو پر موضوع غونډه کې يې د رضا خان مسله راپورته کړې وه خو په هغه غونډه کې متعلقه چارواکې موجود نه ول. د دوی په خبره په راتلونکې غونډه کې به له چارواکیو پوښنته کوي چې رضا خان له کومه ځايه پورته کړل شوی دی.

مدنی فعال رضا خان له تېرو څو اونيو راهېسې ورک دی. د راپورونو ترمخه رضا خان په لاهور کې د اغاز دوستي په نامه تنظيم جوړ کړی وو چې مقصد يې د پاکستان او هند ترمينځ د امن پيغام ورکول وو.

نسرين جليل مشال راډيو ته وويل چې دوی د لا درکه کړل شويو کسانو په اړه اندېښنه لری.

(( په جبري توګه د ورکو کسانو په شمېره کې اضافه روانه ده. که هغه سياسي کارکونکي وي، ملتپاله وي او يا که په بلوچستان کې وي. اوس خو د انفارمیشن ټېکنالوجي قانون هم مخی ته راغلي که چرې د رياست خلاف خبره کوی نو په هغه خبره هم تری تم کېدلی شی. په جبري توګه د ورکو کسانو مسله ورځ تر بلې زياتېږي.))

پاکستان دې د کسانو تری تم کولو لړۍ پای ته ورسوي: کمېسيون

نسرين جليل په داسې حال کې پر دې موضوع د بلې غونډې رابللو خبره کړې چې د روان کال په جنورۍ مياشت کې شپږ بلاګرز او يو مدني فعال تری تم کړل شوی وو خو د بشري حقونو فعالانو د مظاهرو له وجې هغوی په دوو مياشتو کې دننه راخوشې کړل شول. تر دې مخکې خبرياله زينت شهزادي د ۲۰۱۵ز کال اګست مياشت کې په مبينه توګه تری تم کړل شوې وه خو دوه کاله وروسته خوشې کړل شوه. زينت شهزادی په نومبر مياشت کې تری تم شوه. تېره اونۍد بخښنې نړيوال سازمان ايمنسټي انټرنېشنل له حکومته غوښتنه کړې وه چې د مدني فعال رضا خان راخوشې کولو لپاره ګامونه پورته کړي. بلخوا

د پاکستان بشري حقونو کميشن مرستيال مشر کامران عارف د ورکو کسانو پر موضوع مشال راډيو ته وويل چې دا حالات ښه نه دي، دا مسله مخکې وه او اوس هم موجوده ده. ده وويل چې بايد د پاکستان حکومت دا مسله حل کړي.

په پاکستان کې د ورکو کسانو په اړه په قانون نافذ کونکو ادارو نېوکي کېږي خو دوی په بيا بيا دغه تورونه ردوی. په لاهور کې د سياسي چارو پوه حسن عسکري وايي ځينو وختونو کې د متنازعه خبرو له وجې داسې حالات جوړ شي. ده زياته کړه:

اوس يوه تازه پېښه هم شوې ده. د دې له وجې هم داسې صورتحال جوړېږي. که چرې يوه ايجنډه پرمخ وړل وي نو پوښتنه دا ده چې ايا بغير له تصادمه ممکنه ده او که نه؟)

په پاکستان کې د ورکو کسانو په اړه د حکومتي کمېشن چارواکیو سره مو رابطه وکړه نو دوی وويل چې ټول معلومات په ويبپاڼه موجود دي. خو په هغه ويبپاڼه د مدني فعال رضا خان نوم موجود نه دی.

XS
SM
MD
LG