د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې تر اوربند وروسته د شیعه او سني ډلو ترمینځ جګړه درېدلې ده


مرستيال کمېشنر وایي تر تړون وروسته په پینځو ځایونو کې روانه جګړه په بشپړه توګه درېدلې ده ـ پخوانی انځور.
مرستيال کمېشنر وایي تر تړون وروسته په پینځو ځایونو کې روانه جګړه په بشپړه توګه درېدلې ده ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د شیعه او سني ډلو ترمینځ تر اوربند وروسته ژوند عادي حالت ته ستون شوی دی.

د بره کورمې مرستیال کمېشنر حفیظ الله د اکتوبر پر دویمه ماښام ناوخته، مشال راډیو ته وویل چې په جګړه کې د ښکېلو خواوو ترمینځ تر سولې وروسته په پینځو ځایونو کې روانه جګړه په بشپړه توګه درېدلې ده.

هغه وویل، د سیمې ټول بازارونه بېرته خلاص شوي، د تګ راتګ لارې پرانيستل شوي او له ۱۰ ورځو راهیسې ځنډول شوی د موبایل او انټرنېټ خدمات يې بحال کړي دي.

په کورمه کې نښتې وروسته له هغې پیل شوې چې د اکتوبر پر ۲۳مه، په خیرالدین کلي کې وسلوالو د لقمانخېلو پر هغو اوسېدونکو برید وکړ چې د شلوزان تنګي له خوړه یې بجري وړله. د دې په غبرګون کې شیعه او سني ډلو پر یو بل بریدونه پیل کړل چې مرګژوبله یې واړوله.

تر هغه وروسته یو ولسي لښکر په شلوزان تنګي کې د سنیانو کورونه ړنګ کړل. د دې په غبرګون کې د شلوزان تنګي اوسېدونکو احتجاج پیل کړ او د تګ راتګ لارې یې وتړلې.

د پولیسو او روغتيا ادارې په وينا په جګړه کې، له دواړه لوريو ۴۵ کسان ووژل شول او تر ۱۰۰ زیات ژوبل شول. البته ځایي خلک او په جنګ کې ښکېلې خواوې د وژل شویو شمېر تر ۴۵ زیات یادوي خو مشال راډیو یې تصدیق نشي کولی.

په سده کې د سنیانو یو مشر ملک عبدالولي خان مشال راډیو ته ویلي، سنیانو له جرګې او حکومته درې غټې غوښتنې کړې دي. په دې کې لومړی دا چې هغه کسان چې پر ټولنیزو رسنیو یې د مذهبي شخصیتونو په شان کې ګستاخې کړې، هغه دی ونيول شي او د قانون مطابق سزا دې ورکړل شي.

بل دا چې د تېر تړون له ماتوونکو څخه دې ټاکل شوې ۱۲ کروړه روپۍ جرمانه واخیستل شي او درېیمه دا چې د شلوزان تنګي خلکو کورونه ورانېدلو او نور زيان رسولو په بدل کې دې ورته معاوضی ورکړل شي.

په کورمه کې چې کله جګړه پېل شوه نو حکومت درې ځل شیعه سني مشران په خپلو کې سره کېنول. هغوی پر لومړۍ ورځ پر اوربند متفق شول خو دا هڅې هغه وخت ناکامه شوې چې د اکتوبر پر ۲۶مه د کوزې کورمې په چارخېل کې وسلوالو پر هغو ګاډو ډزې وکړې چې شیعه ګان پکې سپاره ول او پاړه چینار ته روان ول.

په پاړه چینار کې د شیعه ګانو یو مشر حاجي روف حسېن مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې چې څوک هم ناامني خپروي، نو حکومت ته اختیار دی چې پر ضد کاروايي وکړي.

حسېن وایي، نښتې د ځمکو پر سر د لانجې له وجې پیدا شوې خو حل یې را ونه ایستل شو.

هغه وایي، پر معمولې خبره ورباندې بیا بیا لاره بنده ساتل کېږي چې په وينا یې هغوی ته تکلیف پېښېږي.

روف حسېن زیاتوي، پر ټولنیزو رسنیو چې له کرکې ډک څومره مواد خپریږي، د هغې بد اغېز د کورمې پر حالاتو پرېوزي. هغه پوښتنه پورته وکړه چې ولې اړونده محکمې پر دغه عمل غلي پاتې دي؟

په کورمه کې د دواړه فریقینو ترمینځ روغې جوړې راوستلو لپاره د کمېشنر جرګې یو مشر حاجي نور جف علي اورکزي مشال راډیو ته وویل، لومړۍ هڅه یې دا وه چې جګړه ودوري او اوس چې په دې بریالي شول نو دوی یو ځل بیا سره کېني او د فریقینو ترمینځ د نورو ستونو حل به لټوي.

اورکزی زیاتوي، ممکن ده چې په راتلونکې یوه اوونۍ کې د دواړه ډلو مشران کوهاټ او یا پېښور ته تر رابللو وروسته ورسره د پاکستان پوځ په سرپرستۍ کې د مخکنيو تړونونو په تناظر کې جرګه وکړي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

سږ کال په جولای میاشت کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ نښته هله بنده شوه چې له اورکزو، هنګو او کوهاټه مشران سیمې ته په جرګه ورغلل او هلته یې د دواړو خواوو ترمینځ د سولې تړون وکړ.

سږ کال په جولای میاشت کې په کورمه کې د قبیلو ترمینځ د ځمکې لانجې پر تر شپږو ورځو پورې نښتې وشوې او درنه مرګژوبله یې واړوله. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړه.

تر هغې وړاندې د مې پر څلورمه په کورمه کې د یو تن تر وژنې وروسته، په تري منګلو کې پارېدلو کسانو څلور شیعه استادان او درې مزدوران ووژل چې تر هغې وروسته په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوه او د پېښې پر ضد په پېښور، اسلام اباد او کورمه کې یو شمېر ځلې احتجاجونه وشول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG