د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې جګړه کې د وژلو شویو کسانو شمېر ۳۹ ته رسېدلی


د کورمې تازه جګړه د اکتوبر له ۲۳مې پیل شوې: انځور له ارشیفه
د کورمې تازه جګړه د اکتوبر له ۲۳مې پیل شوې: انځور له ارشیفه

په کورمه کې د شیعه او سنې ډلو ترمینځ د روانې جګړې له امله د وژلو شويو کسانو شمېر ۳۹ ته رسېدلی دی.

دا خبره د کوزې کورمې د صدې تاڼې يو پوليس چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط د اکتوبر په ۳۱مه مشال راډيو ته وکړه. ده وویل، د مړيو شمېر ځکه زيات شوی چې د اکتوبر پر ۲۹مه د غوزګړې سيمې په جګړه کې د دواړو خواو په ډزو کې نور کسان ووژل شول.

د دغه پوليس چارواکي په خبره، که څه هم د اکتوبر په ۳۰مه د شپې ناوخته د برې او کوزې کورمې په يوشمېر سيمو کې جګړه شوې خو د مرګژوبلې په اړه يې معلومات نشته. ده البته زياته کړه چې په جګړه کې تراوسه د دواړو خواو لږ تر لږه ۷۰ کسان ټپي شوي هم دي.

بلخوا د بلیامینو ملک شجاعت حسین مشال راډيو ته وويل چې حیران دی چې له ۸ ورځو روان جنګ تراوسه ولې بند نه شو. د هغه په وينا حکومت بايد زر تر زره خپل کردار ولوبوي ځکه چې که اوربند ونه شي نو مالي او ځاني زیانونه به بيخي ډير شي.

د پولیسو په خبره نښتې په بوشارو، خوارکلي، بالشخېلو، سده، مرغۍ چینه، مسعود اباد، سنګینه، ابراهیم زیو، پيواړ او تري منګلو کې شوې دي خو زیاته مرګژوبله په کونج عليزیو او غوزګړۍ کې اړولې ده.

د اکتوبر پر ۲۵مه د بره کورمې په بوشهرو کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ نښتې پیل شوې چې کره لامل یې معلوم نه دی خو تر دې مخکې د نښتو لامل اکثر د ځمکو پر سر لانجې وي چې له کبله یې کله نا کله فرقه ییز تاوتریخوالی هم کېږي.

له دې پرته د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۲۳مه، په خیرالدین کلي کې وسلوالو د لقمانخېلو پر هغو اوسېدونکو برید وکړ چې د شلوزان تنګي له خوړه یې بجري وړله. د دې په غبرګون کې شیعه او سني ډلو پر یو بل بریدونه پیل کړل چې مرګژوبله یې واړوله. تر دې وروسته یو ولسي لښکر په شلوزان تنګي کې د سنیانو کورونه ړنګ کړل. د دې په ردعمل یا عکس العمل کې د شلوزان تنګي اوسېدونکو احتجاج پیل کړ او د تګ راتګ لارې یې وتړلې.

د کورمې د امنيت ټينګولو په هدف په حکومتي چارواکو مشتملې يوې جرګې تېرې څلور ورځې په پاړه چينار کې له شيعه مشرانو سره خبرې وکړې. جرګه د اکتوبر په ۳۰مه صدې ته له سني مشرانو سره د خبرو لپاره ورغلې، خو د ډزبندۍ هڅې يې لا هم کاميابې شوې نه دي.

ټاکل شوې دا جرګه د اکتوبر په ۳۱مه هم په صده کې خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

د سیمې خلک وايي، مخکې جګړه په بوشارو، خوار کلي، بالشخېلو او سده کې روانه وه خو اوس یې لمن تر کونج علیزیو، غوزګړۍ، پیواړ او تري منګلو غځېدلې ده.

په سیمه کې د حالاتو تر خرابېدو وروسته د موبایل او انټرنیټ خدمات ځنډول شوي او د تګ راتګ لارې تړل شوي دي. په سیمه کې تعلیمي ادارې هم بندې دي.

یوشمېر سوداګرو او ډرېورانو د اکتوبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د لارو تړل کېدو له کبله افغانستان ته مال لېږدوونکي شاوخوا ۱۵۰ ګاډي بند پاتې دي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

سږ کال په جولای میاشت کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ نښته هله بنده شوه چې له اورکزو، هنګو او کوهاټه مشران سیمې ته په جرګه ورغلل او هلته یې د دواړو خواوو ترمینځ د سولې تړون وکړ.

د تړون له مخې که په سیمه کې کومه ناخواله پیدا کېږي نو په غبرګون کې به د غچ اخیستو پر ځای حکومت ته مراجعه کوي.

سږ کال د جولای په میاشت کې په کورمه کې د قبیلو ترمینځ د ځمکې لانجې پر تر شپږو ورځو پورې نښتې وشوې او درنه مرګژوبله یې واړوله. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړه.

تر هغې وړاندې د مې پر څلورمه په کورمه کې د یو تن تر وژنې وروسته، په تري منګلو کې پارېدلو کسانو څلور شیعه استادان او درې مزدوران ووژل چې تر هغې وروسته په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوه او د پېښې پر ضد په پېښور، اسلام اباد او کورمه کې یو شمېر ځلې احتجاجونه وشول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG