د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن وايي امریکا د اسراییلو تر شا ولاړه ده


د غزې یو اوسېدونکی د اکتوبر پر ۱۱مه د اسراییلو په برید کې د ړنګې ودانۍ مخې ته ولاړ دی.
د غزې یو اوسېدونکی د اکتوبر پر ۱۱مه د اسراییلو په برید کې د ړنګې ودانۍ مخې ته ولاړ دی.

امریکايي ولسمشر جو بایډن تایید کړې چې حماس ډلې امريکایان هم یرغمل کړي دي.

نوموړي د اکتوبر پر ۱۰مه حماس وسلواله ډله پر اسراييلو د اکتوبر اوومې په ټکان ورکوونکي برید کولو وغندله او ورته یې د "مطلق شر" نوم ورکړ.

هغه البته د یرغمل امریکايي وګړو کره شمېر و نه ښود، خو د حماس وسلوالو "وحشت" یې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې يا داعش له بریدونو سره پرتله کړ او و يې ويل، "زموږ زړونه ماتېدلای شي خو زموږ هوډ څرګند دی."

بايډن زياته کړه، "په دې کې بايد هېڅ شک نه وي چې امريکا د اسراييلو تر شا ولاړه ده. موږ به دا باوري کوو چې د اسراییل یهودي او جمهوري رياست هم اوسمهال او هم په راتلونکې کې د ځان دفاع کولای شي، لکه څنګه چې موږ تل ليدلي دي."

د ولسمشر بایډن د وینا پر مهال ورسره د هغه مرستیال کاملا هیرېس او د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن هم ولاړ ول - د اکتوبر ۱۰مې انځور.
د ولسمشر بایډن د وینا پر مهال ورسره د هغه مرستیال کاملا هیرېس او د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن هم ولاړ ول - د اکتوبر ۱۰مې انځور.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییلیو ځواکونو تر هغې وروسته د غزې پر تړانګه بمباریو ته دوام ورکړی دی چې د اکتوبر پر اوومه حماس ډلې پر اسراییلو ناڅاپي برید وکړ. اسراییلو د هغه برید په غبرګون کې د حماس پر ضد جګړه اعلان کړه. د حماس په برید او تر هغې وروسته د اسراییلو په ځوابي حملو کې دواړو خواوو ته سلګونه کسان وژل شوي دي.

اسراييلو ويلي چې د هېواد په جنوب کې یې د هغو ځينو سيمو کنټرول بیا تر لاسه کړی چې د حماس وسلوال ورداخل شوي ول او نیولې یې وې.

د اکتوبر پر ۱۰مه د اسراييلو دفاع وزارت په يو بیان کې ادعا وکړه چې په هغو سیمو کې یې د حماس ډلې د ۱،۵۰۰ وسلوالو مړي موندلي دي.

په همدې حال کې د اسراييلو حکومت په بېلابېلو بیانونو کې زیاته کړې چې د فلسطين پر غزې تړانګې یې پر هغو ځایونو بمباريو ته دوام ورکړی دی چې پکې د حماس وسلوالې ډلې مرکزونه دي.

د اسراییلو په بمباريو کې ګڼې ودانۍ په نښه شوې دي او اسراییلیو ځواکونو غزې ته د خوړو، اوبو او د سون توکو د لېږد لارې تړلې دي.

اسراییلي سرتېري د حماس په برید کې د وژل شویو کسانو له جسدونو سره ولاړ دي - د اکتوبر ۱۰مې انځور.
اسراییلي سرتېري د حماس په برید کې د وژل شویو کسانو له جسدونو سره ولاړ دي - د اکتوبر ۱۰مې انځور.

پر اسراییلو د حماس په بریدونو کې تر اوسه د ۹۰۰ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی.

حماس وايي، ۱۳۰ تنه یې يرغمل کړي چې امنيتي چارواکي هم پکې شامل دي. هغې ډلې خبرداری ورکړی چې که اسرايیل پر ملکیانو بریدونو ته دوام ورکړي، یرغمل شوي کسان به ووژني.

اخوا د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ د اکتوبر پر ۱۰مه وویل چې د اسراییلیو ځواکونو او حماس ترمینځ په نښتو کې درې فلسطیني خبریالان وژل شوي او دوه ورک دي.

کمېټۍ په بیان کې د خبریالانو پپر وژنه او ورکېدو اندېښنه ښوولې ده.

تر دې مخکې، د امريکا بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر پر نهمه وويل چې لږترلږه نهه امريکايي وګړي په نښتو کې وژل شوي دي.

هلته هنګري ۳۲۵ بهرنيان د جګړو له سيمو ایستلي دي. په هغو کې د اسراييلو، سويډن، اسټريا (اتریش)، جرمني او برتانيې وګړي شامل دي. تر دې مخکې رومانيا ويلي ول چې په دوو الوتکو کې یې خپل ۲۴۵ وګړي هېواد ته لېږدولي دي.

ملګرو ملتونو او عرب هېوادونو د سفارتي حل لپاره پر هڅو ټينګار کړی دی. خو د اسراييلو وزيراعظم بنيامين نتنياهو ويلي چې د حماس د "بېساري" برید "سخت ځواب" ورکولو ته دوام ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG