د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسراییلو او حماس ترمینځ تازه نښتې شوې دي


د اسراییلو هوايي دفاعي نظام د اکتوبر پر اتمه په فضا کې د غزې له تړانګې ورول شوي یوشمېر توغندي وویشتل.
د اسراییلو هوايي دفاعي نظام د اکتوبر پر اتمه په فضا کې د غزې له تړانګې ورول شوي یوشمېر توغندي وویشتل.

د اسراییلو ځواکونو او حماس ډلې ترمینځ د اکتوبر پر اتمه تر هغې ۲۴ ساعته وروسته تازه نښتې شوې دي چې هغې وسلوالې ډلې پر اسراییلو ناڅاپي لوی برید وکړ.

د اکتوبر پر اوومه د غزې له تړانګې څخه د حماس برید د اسراییلو په تېر ۵۰ کلن تاریخ کې تر ټولو خونړی هغه بلل کېږي.

هغه برید په داسې حال کې شوی چې په اسراییلو کې د سمچات تورات یهودي جشن روان دی چې پکې په ۱۹۷۳ز کال کې د عربو او اسرایيلو ترمینځ د جګړې یاد تازه کېږي.

رویټرز اژانس وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بریدونو او نښتو کې دواړو خواوو ته تر ۵۰۰ زیات کسان وژل شوي او سلګونه ژوبل دي.

په همدې حال کې په لبنان کې وسلوالې ډلې حزب الله ویلي دي چې له فلسطیني ولس سره د یووالي لپاره یې د اسراییلو پر شمالي برخو توغندي ورولي دي.

اسراییلي پوځ ویلي دي چې په ځواب کې یې په لبنان کې د توپونو مرمۍ ورولې دي او پولې ته څېرمه یې د حزب الله پر یوې پوستې د بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی خو پکې یې د مرګژوبلې په اړه لا څه نه دي ویلي.

فلسطینیان په خان یونس کې تر اسراییلۍ بمبارۍ وروسته له ړنګې ودانۍ څخه د وژل شویو او ژوبلو د ایستلو چارې پر مخ وړي - د اکتوبر اتمې انځور.
فلسطینیان په خان یونس کې تر اسراییلۍ بمبارۍ وروسته له ړنګې ودانۍ څخه د وژل شویو او ژوبلو د ایستلو چارې پر مخ وړي - د اکتوبر اتمې انځور.

رویټرز اژانس وايي چې حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د ګڼو توغندیو برید پیل کړ چې د هغې ډلې وسلوالو ته یې اسراییلو ته د داخلېدو لاره ورکړه. هغو وسلوالو په اسراییلو کې دننه په نښتو کې ۲۵۰ اسراییلیان ووژل.

حماس په بیان کې ویلي دي چې د "الاقصا سېلاب" په نوم د عملیاتو پر مهال یې پر اسراییلو تر ۵،۰۰۰ زیات راکټ توغولي دي.

د دې په غبرګون کې اسراییلو پر غزې تړانګې بمباري وکړه چې پکې تر ۲۵۰ زیات کسان ووژل شول.

د اسراییلي پوځ یوه ویاند ویلي دي چې د اکتوبر پر اتمه د غزې په شاوخوا اتو سیمو کې عملیات روان دي.

هلته الحدث ټېلېوېژن د فلسطین د سرې میاشتې ادارې د چارواکو په حواله ویلي دي چې د غزې په بیت حانون ښار کې پر دوو کورونو د اسراییلیو ځواکونو په بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي دي.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي دي چې په ۲۵۶ وژل شویو ملکي وګړو کې ۲۰ ماشومان هم شامل دي او په بریدونو کې شاوخوا ۱،۸۰۰ تنه ژوبل شوي دي.

غبرګونونه

په عین وخت کې امریکا پر اسراییلو د حماس "ترهګره حمله" غندلې ده او ویلي یې دي چې "په غوڅ ډول" د اسراییلو له ولس او پوځ سره درېږي.

د امریکا د دفاع وزارت د اکتوبر پر اوومه په بیان کې ویلي دي چې د دفاع وزیر لایډ اسټن له خپل اسراییلي سیال یواف ګلانت سره په ټېلېفوني خبرو کې د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره خواخوږي وښوده.

بیان زیاتوي چې نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اسراییل د "ترهګرو کړنو" پر وړاندې د خپلې دفاع حق لري.

د برتانیې، فرانسې، هسپانیې، جرمني او ځینو نورو هېوادونو حکومتونو هم په خپلو اعلامیو کې ټینګار کړی دی چې اسراییل د بریدونو پر وړاندې د خپلې دفاع حق لري.

هسپانیا او فرانسې پر اسراییلو د حماس ناڅاپي برید غندلی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې له اسراییلو او د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره یې خواخوږي ښوولې ده.

اخوا د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د اکتوبر پر اوومه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې "په منځني ختیځ کې پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي" د خپګان څرګندونه کړې ده.

کاکړ ویلي دي چې هغه تاوتریخوالی په سمدستي ډول د فلسطین د مسلې د هواري د اړتیا ښکارندويي کوي. نوموړي له دواړو خواوو څخه د زغم او د ولسي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

د پاکستان وزیراعظم په بیان کې ویلي دي چې په منځني ختیځ کې تلپاتې سوله هلته "د خپلواکه فلسطین په ګډون د دوو دولتونو یا ریاستونو په جوړولو" شونې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس پاڼه په بیان کې د فلسطیني ولس "مقاومت" د هغوی "مشروع حق" بللی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه د فلسطین د خلکو مقاومت د هغوی مشروع حق بللی دی.

سعودي عرب، متحده عربي اماراتو او روسیې له دواړو خواوو څخه د زغم غوښتنه کړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر حماس او اسراییلو د سمدستي اوربند او سولې غږ کړی دی.

اېسنا خبري اژانس د ایران د ستر مذهبي مشر د یوه لوړپوړي سلاکار له خولې ویلي دي چې تهران د حماس د "ویاړلو عملیاتو ملاتړ" کوي. د ایران د پارلېمان غړو هم د اکتوبر پر اوومه په غونډه کې د اسراییلو او امریکا ضد شعارونه ورکړل.

فلسطینۍ حماس ډلې دا ناڅاپي حملې داسې مهال وکړې، چې اسراییلیان د خپل مذهبي جشن سیمچات تورات د لمانځلو په حال کې وو.

د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د اکتوبر پر اوومه په ټېلېوېژني وینا کې اعلان وکړ چې هېواد یې د "جګړې په حالت" کې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG