د لاسرسي ځای

تازه خبر

بیت المقدس: الاقصا جومات کې تاوتريخوالي لسګونه فلسطینیان ژوبل کړي


دغه پېښه د بیت المقدس د زوړ ښار په غربي دیوال کې د یهودانو له عبادتځای سره نېږدې شوې ده
دغه پېښه د بیت المقدس د زوړ ښار په غربي دیوال کې د یهودانو له عبادتځای سره نېږدې شوې ده

د فلسطینې سرې مياشتې ادارې ترمخه د بیت المقدس په الاقصا جومات کې له پولیسو سره په نښتو کې لږ تر لږه ۱۵۲ فلسطینیان ژوبل شوي دي.

دا نخښتې د اپریل پر ۱۵مه، چې د روژې د میاشتې دوینه اوونۍ یې پوره کېږي، پر مهال ترسره شوې دي. دغه ځای چې د یهودانو او مسلمانانو دواړو لپاره مقدس ګڼل کیږي، اکثره وخت د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د شخړو مرکز وي او دا مهال هم هلته د تازو نښتو له وجې د دواړو خواو ترمينځ ترينګلتيا زیاته شوې ده.

اسراییلي پولیسو په یو بیان کې ویلي په سلګونو فلسطینیانو د دوی پر پوځیانو د کاڼو او پټاخو ګوزارونه کړي دي. د بیان له مخې دغه پېښه د بیت المقدس د زوړ ښار په غربي دیوال کې د یهودانو له عبادتځای سره نېږدې د سهار تر لمانځه وروسته شوې ده.

د بيان له مخې، تر دې وروسته د پولیسو مامورین الاقصا جومات ته ورغلي چې هلته د خلکو ګڼه ګوڼه ليرې کړي او عبادت کوونکي په حفاظت سره له دغه ځایه وباسي، په دغو نښتو کې درې پولیس هم ژوبل شوي دي. د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی د دغه پېښې او د دې د نتایجو ذمه وار په پوره ډول او نېغ په نېغه اسراییل ګرځوي. بلخوا اسلامپالې حماس ډلې چې پر غزا کنټرول لري، ویلي اسراییل به د دغې پېښې د نتیجو ذمه واره وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG