د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو په لبنان او غزه کې د حماس پر مرکزونو بمباري کړې


د اپرېل پر شپږمه یو اسراییلی پولیس له هغه ځای سره نېږدی ولاړ دی چې وایي له لبنانه ورباندې راکټي برید شوی دی.
د اپرېل پر شپږمه یو اسراییلی پولیس له هغه ځای سره نېږدی ولاړ دی چې وایي له لبنانه ورباندې راکټي برید شوی دی.

اسراییلو ویلي دي چې د حماس ډلې د راکټي بریدونو د غچ اخیستو لپاره یې پر لبنان او د غزې پر تړانګه حملې کړې دي.

اسراییلو د اپرېل پر اوومه وویل چې جېټ الوتکو یې د لبنان له طایر سیمې بهر د فلسطینيو کډوالو له رشیدیه کیمپ سره نېږدې د حماس تر واک لاندې پر ۱۰ اهدافو بریدونه کړي دي.

حماس په یوه بیان کې د اسراییلیو حملو ''کلکه غندنه'' کړې ده.

یو لبناني چارواکي رویټرز اژانس ته ویلي دي چې په پېښه کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

اسراییلو د اپرېل پر شپږمه وویل چې د لبنان له جنوبي سیمو څخه د اسراییلو پر شمالي برخو ۳۴ توغندي ورول شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG