د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حماس او اسراييل جګړه: وزيراعظم نتنياهو ويلي "موږ په جنګ کې يو"


حماس ادعا کړې چې پر اسرایيلو یې تر ۵،۰۰۰ ډیر راکټونه توغولې دي: انځور اکتوبر ۷، کال ۲۰۲۳ز
حماس ادعا کړې چې پر اسرایيلو یې تر ۵،۰۰۰ ډیر راکټونه توغولې دي: انځور اکتوبر ۷، کال ۲۰۲۳ز

د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وايي د حماس لخوا پر اسراییلو له برید ورورسته هغوی "د جنګ په حالت کې" دي.

نوموړي د اکتوبر په اوومه په یوه تلویزوني بیان کې دا څرګندونې وکړې او وړاندې یې وویل چې دا نه عملیات دي او نه هم ډزې دي، بلکې هغوی د جنګ په حالت کې دي. د سراییلو د ملي ژغورنې ادارې ویلي، په روان تشدد کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور ژوبل دي. بلخوا ځینو فسلطیني سرچینو رسنیو ته ویلي چې لسګونه فلسطینیان وژل شوي او سلګونه نور ژوبل دي.

دا په داسې حال کې ده چې حماس وسله والې ډلې ادعا وکړه چې د اکتوبر د اوومې نېټې سهار وختي یې پر اسراییلو زرګونه توغندي توغولي دي چې له کبله يې د بیت المقدس او تل ابیب په ګډون په ټول هېواد کې د هوايي بریدونو خبرداری ورکړل شو. له هغې وروسته اسراییلو هم په غزه کې هوايي هدفي بریدونه پیل کړي دي.

بل پلو، حماس دا ادعا هم کړېده چې د فلسطین او اسراییلو ترمنځ له حفاظتي پولې پورې اوښتي او د هیواد په جنوب کې یې لږ تر لږه په اوو ځایونو کې د اسراییلي دفاعي ځواکونو سره ډزې تبادله کړې دي.

حماس د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د "الاقصا سیلاب" په نوم عملیاتو کې پر اسرایيلو تر ۵،۰۰۰ څخه ډیر راکټونه توغول شوي دي.

دا برید په داسې حال کې شوی چې په اسراییلو کې د سمچات تورات یهودي جشن رسومات روان دي چې پکې ۵۰ کاله مخکې په ۱۹۷۳م کال کې د عربو او اسرایيلو ترمنځ د جګړې یاد تازه کېږي.

د اسراییلو د دفاع وزیر یوف ګالانت په تلویزیوني وینا کې وویل چې حماس د دغو بریدونو په ترسره کولو سره یوه لویه تېروتنه کړې ده. نوموړي هوډ وښود چې د اسراییلو ریاست به دا جګړه وګټي. بلخوا د اسراییلو وزیر اعظم نتنیاهو هم خپل پوځي سرتېري برید ته هڅولي او ویلي یې دي چې مقابل لوری به د خپلو کړنو کلک ځواب وویني.

د بیت المقدس او تل ابیب په ګډون په لویو ښارونو کې د هوایی بریدونو له خبردارۍ نه پس په ملیونونو اسراییلیانو د سرپناه لپاره ځمکلاندې خوندي ځایونو ته ځانونه رسولي دي.

برتانیا، فرانسې، هسپانیې، جرمني او نورو هېوادونو په خپلو بیانونو کې د اسراییلو د دفاع د حق تایید کړی او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې دا "ترهګریز بریدونه" بللي او غندلي یې دي او د اسراییلو د حکومت او اغېزمنو شویو کورنیو سره یې خواخوږي ښکاره کړې ده.

همدا رنګه هسپانیې په یو بیان کې د اسراییلو پر وړاندې "ناتاره تاوتریخوالی" غندلی دی.

هلته په لبنان کې د حزب الله وسله والې ډلې بیا د حماس ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د اسراییلو په وړاندې د بریدونو تر شا "الهي ملاتړ" شامل دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG