د لاسرسي ځای

تازه خبر

بايډن ويلي تر هغه وخته چې اړتيا وه د اوکراين تر څنګ درېږي


جو بايډن د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر اوومه ملت ته خپله کلنۍ وينا وکړه.
جو بايډن د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر اوومه ملت ته خپله کلنۍ وينا وکړه.

د امريکا ولسمشر ويلي تر هغه وخته چې اړتيا وه، د اوکراين تر څنګ به ودرېږي.

جو بايډن د فبرورۍ پر اوومه ناوخته کانګرس ته د هېواد د چارو په اړه په خپله کلنۍ وینا کې شاوخوا يو کال وړاندې پر اوکراين د روسيې بريد ته په اشارې وويل چې امريکا به اوکراينيان يوازې پرې نه ږدي.

بایډن د اوکراین په جګړه کې د امریکا د رهبرۍ ونډې په اړه وويل، "موږ په ګډه هغه کار وکړ چې امریکا یې تل په غوره ممکن ډول کوي. رهبري مو وکړه. موږ ناټو متحده کړه او نړیوال اېتلاف مو جوړ کړ. د [روسيې ولسمشر ولاديمير] پوتین د یرغل پر وړاندې ودرېدو.د اوکراین د خلکو تر څنګ ودرېدو."

بایډن وویل، پر اوکراین د روسیې برید د امریکا او نړۍ لپاره لویه ازموینه وه، خو نوموړي ټینګار وکړ چې تر هغه برید وروسته امريکا ثابته کړه چې له اساسي اصولو لکه "واکمنۍ، له استبداد څخه ازادۍ" او د جمهوريت دفاع یې کړې او دې کار ته به دوام ورکړي. "زموږ ملت زياتې ازادۍ، زيات عزت او زياتې سولې ته کار کوي، نه یوازې په اروپا بلکې په بل هر ځای کې."

ولسمشر بايډن تر اوکراين وروسته د چين په اړه ملت ته د خپلې کلنۍ وینا پرمهال وویل چې امريکا چمتو ده چې له چین سره کار وکړي خو نوموړي تینګار وکړ چې د امریکا د ګټو د دفاع په کار کې به شک و نه لري.

بايډن دا څرګندونې تر هغې څو ورځې وروسته وکړې چې امریکایي جېټ الوتکو د فبرورۍ پر څلورمه د جنوبي کیرولاینا په سواحلو کې د چین "یوه جاسوسه پوکڼۍ (بالون)" وویشت.

نوموړي په دې وینا کې د چین د جاسوسې پوکڼۍ نسکورېدو ته له اشارې پرته وویل،"تېروتنه مه کوئ، څنګه چې مې تېره اوونۍ په وضاحت وویل، که تاسې زموږ واکمني وګواښئ، موږ به د خپل هېواد د ساتلو لپاره اقدام وکړو، څنګه چې مو وکړل."

بایډن زياته کړه چې د تېرو څو لسیزو پرتله امریکا په نړۍ کې د بل هر چا په نسبت په پياوړي دريځ کې ده چې له چین سره رقابت وکړای شي.

د هغه په وينا، مخکې له دې چې د امریکا ولسمشر شي، تل د چین د قدرت زیاتېدو او د امریکا د کمزورې کېدو خبره کېده، خو بايډن ټینګار وکړ چې تر دې وروسته داسې خبره نه شته.

ولسمشر جو بایډن د امریکا کانګرس ته په خپله کلنۍ وینا کې تر ډېره د هغه هېواد پر کورنيو چارو بحث وکړ. نوموړي وویل، د امريکا د اقتصاد د بهترۍ او د ملي يووالي لپاره له خپل مخالف رېپبلېکن ګوند سره یو ځای کار کول غواړي.

هغه له رېپبلېکن ګوند څخه وغوښتل چې د ملت د وحدت، د اقتصاد ښه کولو او د سیاسي وېش یا بېلتون د ختمولو لپاره دې ورسره ملګرتیا وکړي.

دا د جو بایډن د ولسمشرۍ د دورې دویمه کلنۍ وینا وه چې ملت ته یې وکړه. د امریکا د اساسي قانون له مخې د هېواد ولسمشر مکلف وي چې د ملکي حالاتو په اړه د کانګرس ګډې غونډې ته وینا وکړي.

بایډن په ۲۰۲۴ز کال کې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د بيا نوماندېدو اراده لري او د سیاسي چارو د شنونکو په وینا، دا وینا ورته کافي فرصت په لاس کې ورکوي چې امریکايان پر دې قانع کړي چې نوموړی د یوې بلې دورې لپاره مشرۍ ته چمتو دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG