د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د چین په اړه د ملګرو ملتونو د راپور هرکلی وکړ


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

امريکا د ملګرو ملتونو د هغه راپور هرکلی کړی چې پکې ويل شوي چې چين ښايي د دې هېواد لوېديزه سيمه شينجانګ کې د بشريت ضد جرمونه تر سره کړې وي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ايتني بلېنکن پرون (د سېپټېمبر اوله) په يو بيان کې وويل چې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرې ميشل باچلې له اويغورانو او نورو لږکيو سره د چين "ناوړه چلند" په مستند ډول بيان کړی دی.

نوموړي وویل چې راپور "د روانې نسل وژنې او د بشریت پر وړاندې د جرمونو په اړه زموږ هغه جدي اندېښنه ژوره او بیا تاییدوي چې [چینايي] حکومتي چارواکي يې د اویغورانو، چې اکثره یې مسلمانان دي، او په شينجانګ کې د نورو توکمیزو او مذهبي لږکیو ډلو د غړيو پر ضد تر سره کوي."

د باچلې راپور بیجینګ د "بشري حقونو د جدي سرغړونو" او احتمالي"بشریت ضد جرمونو" له امله غندلی دی.

چین په شينجانګ کې هر ډول سرغړونې په کلکه رد کړې او ټینګار یې کړی چې دوی د اسلامي سختدريځۍ د مخنیوي لپاره د مسلکي زده کړو مرکزونه پرمخ وړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG