د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي: له متحدينو د خبرو پر ځای د څرګند ملاتړ تمه لرم


د اوکراين ولسمشر ولودومير زېلېنسکي ريښتيني دوستان مهم بللي دي، انځور له ارشيفه
د اوکراين ولسمشر ولودومير زېلېنسکي ريښتيني دوستان مهم بللي دي، انځور له ارشيفه

د اوکراين ولسمشر ولودومير زېلېنسکي ويلي، له خپلو متحدينو څخه يوازې لفظي نه بلکې د څرګند ملاتړ تمه لري ځکه چې هېواد يې د روسيې د اشغال له خطر سره مخامخ دی.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۱مه د شپې ناوخته د ټېليويژني وينا پر مهال وويل چې دوی له خپلو ملګرو څخه د واضحه او اغېزناکه ګامونو تمه لري. هغه زیاته کړه چې دا کتل مهم دي چې څوک يې ريښتيني دوستان او ملګري دي او څوک يوازې په خبرو روسيه ډارول غواړي.

نوموړي دا څرګندونې تر هغه وروسته کړې چې روسي ولسمشر ولاديمیر پوتين د ملګرو ملتونو او لويديځوالو خبرداری له پامه په غورځولو سره اعلان وکړ چې د ختيځ اوکراين د هغو دوو سيمو خپلواکي يې په رسمی توګه منلې ده چې کنټرول يې د مسکو ملاتړ لرونکو بېلتونپالو په لاس کې دی. دا دوې سیمې دونېڅک او لوهانسک دي.

لویدیځو مشرانو سمدستی د پوتین د دغی پرېکړې غندنه کړې او وېره یې څرګنده کړې چې دا په اروپا کې د یوې لویې شخړې د جوړېدو سبب جوړېدای شي.

د بريتانيې لومړي وزیر ويلي چې هېواد به يې په سمدستي توګه په سختو بندېزونو لګولو سره د روسيې سوداګريزې ګټې په نښه کوي. بوريس جانسن د اوکراين پرضد د نورو پوځي اقداماتو پورته کولو په صورت کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ته خبرداری ورکړی دی.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۲مه نېټه د ملي امنيت بېړنۍ کمېټۍ تر غونډې وروسته وويل چې دوی به په سمدستي توګه د مالي بندېزونه يو پېکېج تیار کړي. هغه زیاته کړه چې بندېزونه به نه يوازې په دونباس سيمې (دونېڅک او لوهانسک) کې پر مالي ادارو لګېږي بلکې په روسيې کې دننه به هم وي دا ځکه چې د ده په وينا، دوی داسې ګڼي او ويره لري چې روس به نور هم بې منطقه برخورد وکړي.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د روسيې لخوا د دونېڅک او لوهانسک خپلواکه پېژندل د اوکراین پر خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څرګنده برید بللی او د فبرورۍ پر ۲۱مه ناوخته يې وويل چې دا په مستقیم ډول د روسيې د هغو ژمنو پر ضد ده چې د سفارتکارۍ له لارې یې کړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG