د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا او اوکراین پوځي چارواکو پټ ملاقات کړی دی


د اوکراین سرتېري په دونباس سيمه کې - پخوانی انځور
د اوکراین سرتېري په دونباس سيمه کې - پخوانی انځور

د امريکا او اوکراين لوړپوړو پوځي چارواکو د پولینډ په يو پټ ځای کې ملاقات کړی دی.

دا په داسې حال کې د دواړو هېوادونو د پوځي چارواکو ترمینځ لومړۍ ملاقات دی چې د اوکراين په ختيځ برخه کې د هغه هېواد پر ځواکونو د روسيې بريدونه زيات شوي دي.

کييف ټينګار کوي چې غرب دې د مسکو د بشپړ يرغل پرضد د دفاع لپاره د وسلو ورکول زیات کړي.

د امريکايي پوځ يو وياند، چې نوم یې نه دی ښوول شوی، ويلي چې د امریکا د لوی درستیزانو کمېټۍ مشر جنرال مارک مېلي د اوکراين د پوځ مشر ولېري زلوژنيې سره د جنورۍ پر ۱۷مه ملاقات وکړ. دا ليدنه په پولینډ کې د اوکراين پولې ته نېږدې په يو پوځي مرکز کې شوي دي.

واشنګټن پوسټ او نورو رسنيو راپور ورکړی دی چې د ملاقات پر وخت په امريکايي ډله کې پينځه نور پوځي چارواکي هم ول.

دا ملاقات د چارواکو د خونديتوب په خاطر د غونډې تر پای پورې پټ ساتل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG