د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراين ولسمشر له غربي هېوادونو د ميزايلو د ورکولو غوښتنه تکرار کړه


د اوکراين ولسمشر له خپلو پوځيانو سره خبرې کوي.
د اوکراين ولسمشر له خپلو پوځيانو سره خبرې کوي.

د جنورۍ پر ۲۸مه، د اوکراین د ختیځې دونیڅک سیمې په یو ښار، کوستیانتېنېوکا کې د روس په بریدونو کې ۳ کسان وژل شوي دي.

په همدې حال کې اوکرایني ځواکونو ويلي چې د هېواد په ختيځه برخه کې د روسيوو ځواکونو سره په سخته جګړه بوخت دي. دا په داسې حال کې ده چې د غربي هېوادونو لخوا کیېف ته د نوو ټېنکونو ورکولو د ژمنو سره سم مسکو پر اوکراین کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي پر غربي اتحادیانو غږ کړی چې د اوږد واټن کره نښه ویشتونکي میزایل ورکړي. د هغه په وينا په دې سره به پر اوکرایني ښارونو د د روس د بریدونو قوت کم کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG