د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن: چین د روسیې پرتله نړیوال ثبات ته لوی خطر پېښوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن وايي، چین د نړیوال نظم نسکورولو هڅې کوي - پخوانی انځور.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن وايي، چین د نړیوال نظم نسکورولو هڅې کوي - پخوانی انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ويلي چې چين د روسيې پرتله نړۍ ته زیات ګواښ پېښوي.

اينتني بلېنکن د مې پر ۲۶مه په واشنګټن کې د چین په اړه د ولسمشر جو بایډن د حکومت د تګلارې د څرګندولو پر وخت وویل، په داسې حال کې چې امریکا په اوکراین کې د روسیې جګړه د نړیوال ثبات ته تر ټولو "فوري ګواښ" ګڼي، د ولسمشربایډن اداره باوري ده چې چین تر دې لا لوی خطر پېښوي.

نوموړي وویل، پر دې سربېره چې په اوکراين کې جنګ روان دی، "موږ به نړيوال نظم ته په تر ټولو جدي او اوږدمهاله چیلېنج باندې تمرکز کوو او دا چیلېنج چين پېښ کړی دی."

بیجنګ د نوموړي د څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې د امریکا ورته تورونه او څرګندونې رد کړې او ناسمې بللې دي.

اینتني بلېنکن دا هم وویل چې چین تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته پر قوانینو او ادارو له ولاړ اوسني نړيوال نظام او نظمه زښته زياته ګټه پورته کړې او له دې سره سم یې اړيکو جوړولو ته لاره هواره کړې ده، خو د ده په وينا، چين اوس د نړيوال نظم د نسکورولو هڅې کوي.

د بایډن حکومت فکر کوي چې پر اوکراين د روسيې تر بريد وروسته چې د امريکا په مشرۍ د مسکو ضد نړيوال اېتلاف جوړ شو، د بیجنګ پر ضد تر دې پراخ ايتلاف ته اړتيا ده ځکه چې په وینا یې، چين تر روسيې زيات خطرناک دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG