د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې پر اوکراين بريدونه زیات کړي او زېلېنسکي وايي حالات سخت دي


د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د اوکراين په ختيځ کې د روسانو په بمبارۍ کې شوی زیان.
د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د اوکراين په ختيځ کې د روسانو په بمبارۍ کې شوی زیان.

د اوکراين ولسمشر وولودومير زېلېنسکي وايي، د هغه هېواد په ختيځ کې د جنګ په لومړۍ کرښه کې حالات ډېر سخت شوي دي.

نوموړي دا خبره د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په داسې وخت کړې چې روسي ځواکونه له ځمکنیو لارو د دې لپاره مخ پر وړاندې د تللو هڅه کوي چې په دونېڅک سیمه کې ښارونه ونيسي او پر نورو سيمو یې هوايي بريدونو ته هم دوام ورکړی دی.

زېلېنسکي په خپله ماښامنۍ ويډيويي وينا کې ويلي چې د هېواد په ختيځ کې یې "د قبضه ګرو په حملو کې خاص زياتوالی" ليدل شوی دی.

د اوکراين پوځ د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه، په خپل ورځني راپور کې ويلي دي چې روسيو ځواکونو د مشرقي برخې دونېڅک، بخموت او لايمن سيمو پر لوري خپلې حملې نه دې درولي.

روسيې له بخموته شاوخوا ۱۵۰ کېلومیټره لیرې په جنوب مشرق کې په وولدار ښارګوټي هم حملو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG