د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا د روسیې او چين ترمنځ پر اړيکو اندېښنه ښودلې


د چین ولسمشر شي جېنپېنګ په خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره پر ویډیو خبرې اترې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۳۰مه ویلي چې دوی په داسې وخت کې له روسیې سره د چین پر جوړه اندېښمن دي چې روسیې پر اوکراین یرغل جاري ساتلی دی.

دا له هغې وروسته ده چې د چین ولسمشر شي جېنپېنګ له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره پر ویډیو خبرې اترې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چین ادعا کوي چې دوی بې طرفه دي خو بیا هم له روسیې سره په نژدې اړیکو کې پانګونه کوي.

ویاند زیاته کړې چې امریکا د چین کړنې له نژدې څاري.

چین تر اوسه پر اوکراین د روسيې یرغل له غندلو ډډه کړې ده خو روسیې ته د نېغ په نېغه مرستو ورکولو په اړه هم محتاط دی، هغه ځکه چې که داسې وکړي نو ښايي د لویدیځ هیوادونه پرې بندیزونه ولګوي.

XS
SM
MD
LG