د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي او پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو په اړه خبرې کوي


په اسلام اباد کې د افغان کډوالو مظاهره - انځور له ارشیفه
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو مظاهره - انځور له ارشیفه

یوه امريکايي چارواکې په پاکستان کې میشت امریکا ته تلونکو افغان کډوالو د خوندي ليږد په اړه اسلام اباد ته ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې د کډوالو، نفوس او بې کوره شويو په برخې کې مرستیاله وزیره، جولیتا والس نویس به د دیسمبر له څلورمې تر اوومې پورې په پاکستان کې له چارواکو سره خبرې وکړي.

په بیان کې راغلي چې د هغې د سفر هدف له خطر سره مخامخ اشخاصو د ساتنې لپاره د ګډو هڅو او په خوندي توګه امريکا ته د هغوی افغان کډوالو ليږدول دي چې پخوا یې په افغانستان کې له امريکايانو سره کار کړی وو. دغه خلک دا مهال په پاکستان کې د امريکا وېزو ته منتظر دي.

د نومبر پر اتمه اېسوشيتډ پريس اژانس په يو راپور کې ويلي وو چې امریکا پاکستان ته لږترلږه د هغو ۲۵۰۰۰ افغانانو لیست ورکړی په افغانستان کې يې د امریکا د پوځ یا حکومت، نړیوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو او همدارنګه د رسنیو او بشري حقونو د ډلو لپاره کار کړی دی. د دې کار مقصد دا وو چې د پاکستان حکومت هغوی له خپل هېواده ونه باسي.

دا کسان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په کابل د افغان طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي. دوی وايي په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی نو ځکه دې یې امریکا او نورو خوندي هېوادونو ته ولیږل شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د نومبر له لومړۍ راهیسې د بې اسناده افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده. تراوسه یې څه باندې ۴۰۰،۰۰۰ افغان کډوال خپل وطن ته لېږدولي دي. خو هلته مېشتو ځینو افغانانو مشال راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې د اسنادو په درلودو سربیره یې هم پولیسو په تکليفوي.

د دوی تر څنګ په پاکستان کې مېشت یوشمېر هغه افغانان چې د امریکا له سفارت څخه یې د خونديتوب لیکونه ترلاسه کړي، شکايت لري چې پوليس یې ځوروي. په دوی کې ځينو یې مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي پولیس د امریکا سفارت له لوري ورته ورکړل شوي لیک او نورو اسنادو ته ارزښت نه ورکوي.

په پاکستان کې یوشمېر ګوندونو او د بشري حقونو کورنیو او بهرنیو سازمانونو له اسلام اباده غوښتي دي چې کډوال دې نه ستنوي. خو پاکستان وايي چې د بې اسناده بهرنیانو د ایستلو پرېکړه یوازې د افغانانو خلاف نه بلکې د ټولو بهرنیانو لپاره ده او دا بهیر به روان ساتي.

XS
SM
MD
LG