د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران۱۶ ولایتونو ته د افغانانو په ورتګ بندیز لګولی دی


د ایران په کرمان کې د افغانې کورنۍ غړي د خپلې سرپناه مخې ته ولاړ دي ـ پخوانی انځور.
د ایران په کرمان کې د افغانې کورنۍ غړي د خپلې سرپناه مخې ته ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

د ایران ملي امنیت شورا د دې هیواد ۱۶ ولایتونو ته د افغانانو پر سفر بندیز لګولی او هلته یې د دوی استوګنه او کار منع اعلان کړی دی.

د ایران په کرمانشاه ولایت کې د وګړو او بهرنیو کډوالو عمومي مدیر حمزه سلیماني د ایران ایسنا خبري اژانس ته د دسمبر پر دویمه وویل چې دا بندیز د نومبر له ۳۰مې پیل شوی او دوی په بېلابېلو سیمو کې عملیات هم کړي دي. نوموړي ویلي چې په دې عملیاتو کې یو شمېر افغان کډوال نیولي خو شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

حمزه سلیماني ویلي چې دوی د سږ کال له پیله د بهرنیو وګړو د کنټرول او څارنې لپاره اته بېلا بېلې کړنلارې جوړې کړې دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د کرمانشاه په ګډون، شرقي او غربي اذربایجان، اردبیل، زنجان، کردستان، همدان، ګیلان، مازندران، سیستان، بلوچستان، ایلام، لرستان، چهارمحال و بختیاري، کهګیلویه وبویراحمد او هرمزګان له هغو ښارونو دي چې د افغانانو په اوسېدو او کار روزګار پکې بندیز لګول شوی دی.

د طالبانو حکومت د ایران د دې پرېکړې په اړه غبرګون نه‌ دی ښودلی خو وړاندې یې په یوه اعلامیه کې له پاکستان او ایران غوښتي ول چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه هم د افغانانو د ایستلو لړۍ د نومبر له لومړۍ پیل شوې او تر اوسه تر څلورو لکو زیات افغانان ستانه شوي دي.

پاکستان د اکتوبر پر دریمه په هغه هېواد کې میشت بې اسناده بهرنیانو چې زیاتره یې افغانان دي، ته د اکتوبر تر ۳۱مې د ستنېدنې لپاره مهلت ورکړی وو خو په هغه هېواد کې میشت اسناد لرونکي افغان کډوال هم شکایت کوي چې پولیس یې ځوروي او پیسې ترې اخلي. پولیسو هغه تورونه رد کړي او وایي یوازې د اسناد نه لرونکو بهرنیانو ضد کارروایي کوی.

پاکستان او ایران ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو په مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. پاکستان او ایران ته د کډوالو وروستۍ څپه تر هغې وروسته ورغله چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان پر افغانستان واکمن شول.

XS
SM
MD
LG