د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه افغانستان ته ۴۱۱ نورې کډوالې کورنۍ ستنې شوې


افغانستان ته تلونکي افغان کډوال - انځور له ارشیفه
افغانستان ته تلونکي افغان کډوال - انځور له ارشیفه

پاکستاني چارواکي او په کابل کې د طالبانو حکومت وايي د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر روان دی او د دیسمبر پر څلورمه، ۴۱۱ نورې کورنۍ افغانستان ته واوښتې.

د طالبانو د حکومت د راستنېدونکو کډوالو په وزارت کې ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون په دغه ورځ رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دا خلک د سپين بولدک او تورخم له لارو افغانستان ته تللي دي. د دې کمېسیون په خبره په دې سره د نومبر له لومړۍ نېټې څخه له پاکستانه د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر له څلور لکه او لس زرو اوښتی دی.

پاکستان د اکتوبر په میاشت کې اعلان وکړ چې نومبر تر لومړۍ نېټې دې ټول اسناد نه لرونکي بهرنيان ووځي. په دوی کې ۱۷ لاکه یې افغانان دي. د پاکستان حکومت وايي چې د نومبر تر لومړۍ نېټې وروسته یې په بېلابېلو ځایونو کې د کډوالو اسناد پلټل پيل کړي دي.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان محمد اڅکزي د دیسمبر پر څلورمه په کوټه کې خبریالانو ته وويل چې که هر چا سره اسناد نه وي، هغه به ایستل کېږي. نوموړي زیاته کړه چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه دنړيوالو او بشري حقونو ادارو غوښتنې نه شي منلی او دا یې د هېواد د امنيت لپاره ضروري ده چې غیرقانوني بهرنيان وباسي.

په همدې حال کې د دیسمبر پر څلورمه، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافېیره رافایلا یودېچې تورخم ته تللې وه. هغې پر ايکس (پخواني ټويټر) ليکلي چې نوموړي غوښتل د کډوالو بهیر له نيږدې وڅاري.

بلخوا يوه لوړپوړې امريکايي چارواکې اسلام اباد ته تللې چې د هغو افغان کډوالو په اړه د پاکستان حکومت سره خبرې وکړي چې امريکاي وېزو ته په تمه دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې د کډوالو، نفوس او بې کوره شويو په برخې کې مرستیاله وزیره، جولیتا والس نویس به د دیسمبر له څلورمې تر اوومې پورې په پاکستان کې له چارواکو، خیریه ادارو او افغانانو سره خبرې وکړي.

دا افغانان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي. دوی وايي په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی نو ځکه دې یې امریکا او نورو خوندي هېوادونو ته ولیږل شي. د دوی د ایستلو مخنيوي لپاره امريکا د پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې وي او امريکا ته په تمه، نيږدې ۲۵۰۰۰ افغانانو ته یې يو ليک ورکړی وو چې پولیسو ته یې وښيي.

خو په دوی کې یې ځينو مشال راډيو ته ويلي چې پاکستاني پولیس د امریکا سفارت له لوري دوی ته ورکړل شوي لیک او نورو اسنادو ته ارزښت نه ورکوي. دوی له امريکا غوښتنه کړې وه چې د دوی د وېزو ورکولو بهیر دې چټک کړي.

په پاکستان کې یوشمېر ګوندونو او د بشري حقونو کورنیو او بهرنیو سازمانونو له اسلام اباده غوښتي دي چې کډوال دې په زور افغانستان ته نه ستنوي. خو پاکستان وايي چې د بې اسناده بهرنیانو د ایستلو پرېکړه یوازې د افغانانو خلاف نه بلکې د ټولو بهرنیانو لپاره ده او دا بهیر به روان ساتي.

XS
SM
MD
LG