د شمالي وزیرستان په میرلي کې د پوځ او وسلوالو ترمینځ نښتو کې ولسي وګړیو ته د رسېدونکو زیانونو ضد روان احتجاج له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته پای ته رسېدلی دی.
د اتمانزو جرګې تر سیورې لاندې دا احتجاج په میرلي کې د فبرورۍ له شپږمې پیل شوی وو او د فبرورۍ پر ۱۵مه له چارواکو سره د خبرو اترو تر بریالۍ کېدو وروسته پای ته رسېدلی دی.
ځايي انتظامي چارواکو د پرلت له مشرانو سره تر دې وړاندې د مذاکراتو څو پړاوونه کړي وو خو څه نتیجه یې ورکړې نه وه.
د جرګې ویاند مفتي بیت الله د فبرورۍ پر ۱۵مه مشال راډیو ته وويل چې د فبرورۍ ۱۴مې په خبرو کې چارواکیو ډاډ ورکړ چې پر ولسي ابادیو به ډرون بریدونه نه کوي.
ده وویل، "د ډرون یې بلکل باور راکړئ چې دا به په ابادیو کې نه کېږي. لنډه دا چې زموږ چې کومې بنیادي مسلې وې هغه دوی (حکومت) وویل چې موږ یې منو. پاتې چې کومې مسلې دي پر دې به له جي او سي (جنرل افیسر کمانډنګ) سره پر ۱۷مه نېټه خبرې اترې کوو."
د شمالي وزیرستان مرستیال کېمشنر یوسف کريم هم د فبرورۍ پر ۱۵مه مشال راډیو ته تایيد کړې ده چې له جرګې سره یې مذاکرات کامیابه شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د فبرورۍ پر ۱۵مه به په شمالي وزیرستان کې د پوځ د تګ راتګ په خاطر ګرځبندېز وي.
تر مذاکراتو وروسته په میرلي کې پرلت ختم شوی دی او احتجیانو د میرلي او ميرامشاه ترمینځ لویه لاره خلاصه کړې ده.
د اتمانزو جرګې د فبرورۍ له شپږمې د ډرون بریدونو، نا امنۍ، هدفي وژنو او د پوځ او وسلوالو ترمینځ په جګړه کې ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې اوړېدو خلاف احتجاج پیل کړی وو.
دوی په میرلي کې د احتجاجي پرلت ترڅنګ د بنو او میرامشاه ترمنځ غځېدلې لویه لاره هم د هر ډول ټرېفیک پرمخ تړلې وه.
د اتمانزيو جرګې تر دې وړاندې هم په شمالي وزیرستان کې د بدامنۍ او د پوځ او وسلوالو ترمینځ په جګړه کې د ولسي خلکو د نخښه کېدو خلاف په وار وار مظاهرې او پرلتونه کړي دي.
د پاکستان پوځي چارواکو په وار وار مشال راډیو ته ویلي دي چې په شمالي وزیرستان کې یې د وسلوالو خلاف هدفي عملیات تېز کړي دي او دا به د امنیت تر ټینګېدو روان وي.
خو د اتمانزیو مشران بیا وايي چې نه یوازې د پوځ او وسلوالو ترمنځ په نښتو کې عام خلک وژل کېږي بلکې په سیمه کې یې د پوځ له خوا پر ولسي ځایونو ډرون بریدونه کېږي او د هدفي وژنو یو نه درېدونکې لړۍ روانه ده.
د جرګې مشرانو په وار وار د احتجاجونو پرمهال تور پورې کړی دی چې امنیتي او جاسوسي ادارې هلته پر ناامنیو سترګې پټوي. د دوی په وینا، چې کله د وسلوالو پرضد کارروايي کوي هم نو ولسي وګړو ته پکې پام نه کېږي.
خو د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو نه یوازې د شمالي وزیرستان بلکې د نورو سیمو په اړه هم په وار وار ویلي چې دوی د عام ولس د ژوند او مال ساتلو ته ژمن دي.
په میرلي کې تازه احتجاج پر داسې مهال پیل شوی وو چې هلته په تېرو میاشتو کې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمینځ په نښتو او په عملیاتو کې پر ولسي ابادیو د توغندیو لګېدو په پېښو کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.