د خيبر پښتونخوا د بنو انتظاميې اعلان کړی دی چې د هغې ضلعې په ډومېل سيمه کې به د جنورۍ پر ۳۰مه ګرځبنديز (کرفيو) وي.
د بنو انتظامي مشر (ډيپټي کمېشنر) محمد فهيم د جنورۍ پر ۳۰مه په خپره کړې اعلاميه کې ويلي دي چې کرفیو به نن د سهار له شپږو بجو څخه د ماښام تر شپږو بجو پورې وي.
دا ګرځبنديز په داسې حال کې لګول شوی چې په ډومېل کې د وسلوالو پرضد د پوځ، پوليسو او امن کمېټۍ ګډ عمليات روان دي، چې له امله يې ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
د بنو په خليفه ګل نواز روغتون کې موجود د ډومیل سپرکه سيمې چیرمین نور جمال او د هغې سيمې دوو اوسېدونکو، امان الله او فرحتالله، مشال راديو ته وويل چې د جنورۍ پر ۲۹مه د عملیاتو پر مهال د ډومېل د يو استوګن نعيم خان پر کور د هاوان مرمۍ (مارټر ګولې) پرېوتو په پېښه کې هغه او د هغه په کور کې دوې ښځې وژل شوي او څلور کسان ژوبل شوي دي چې دوې يې ښځې او دوې يې وړې نجونې دي.
اخوا د بنو ډوېژن د پوليسو مشر سجاد خان د جنورۍ پر ۲۹مه ناوخته خبریالانو ته په استولي بیان کې دعوه وکړه چې د عملیاتو پر مهال يې پينځه وسلوال وژلي او اووه نور يې ژوبل دي.
تر اوسه هېڅ وسلوالې ډلې په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی او نه هم خپلواکه سرچينو د نوموړي د ادعا پخلی کړی دی.
تر دې يوه ورځ وړاندې، د جنورۍ پر ۲۸مه مه د شمالي وزيرستان د دته خېلو په منظرخېلو او شوه کې د پوځ او وسلوالو ترمینځ جګړې پر مهال پینځه ولسي کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي ول، چې مېرمنې او ماشومان هم پکې شامل ول.
د خيبر پښتونخوا په يو شمېر سیمو کې تر دې وړاندې هم د پوځ او وسلوالو ترمینځ په جګړه کې ولسي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په بنو او شمالي وزیرستان کې ولسي خلکو ته دا مرګژوبله په داسې وخت کې اوښتې چې د جنورۍ پر ۲۸مه په شمالي وزيرستان کې د اتمانزيو جرګې له پوځ او وسلوالو سره پرېکون اعلان کړ.
د اتمانزيو جرګې یو غړي او په شمالي وزیرستان کې د عوامي نیشنل ګوند یو مخکښ ملک نثار علي خان مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې د بدامنۍ له پرله پسې پېښو وروسته یې له مجبورۍ دغه پرېکړه کړې ده.
د اتمانزيو جرګې په شمالي وزیرستان کې د بدامنۍ او د پوځ او وسلوالو ترمینځ په جګړه کې د ولسي خلکو د نخښه کېدو خلاف تر دې وړاندې هم په وار وار مظاهرې او پرلتونه کړي دي.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.
له دې سره په تېرو کلونو کې د صوبې په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې د وسلوالو پرضد پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولیو) لسګونه بریدونه شوي چې پکې اکثر مرګژوبله اوړي.
د هغو سیمو اوسېدونکو په نښتو او د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پر ضد څو ځلې مظاهرې کړې دي.
بل پلو حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د ځان او مال ساتنې ته ژمن دي.
په همدې حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.
پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.