د شمالي وزیرستان اتمانزیو جرګې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ د نښتو او عملیاتو پر مهال پر ولسي ځایونو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خلاف او د خلکو د خوندیتوب د باوري کولو په موخه په میرلي کې احتجاج پیل کړی دی.
د جرګې ویاند مفتي بیت الله د فبرورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، له پوځ او انتظامیې سره یې په بیا بیا خبرې کړې دي خو له امنیت سره تړلې غوښتنې یې نه منل کېږي نو ځکه یې په احتجاج لاس پورې کړ.
ده وویل، که حکومت یې غوښتنې پوره نه کړي نو تر ټول وزیرستانه د احتجاج پر غځولو غور کوي. "موږ د امن لپاره له حکومته ۱۶ غوښتنې کړې وې، په دې کې د امن لویه مسله ده، د ډرون بریدونو ده، په ولسي کورونو د هاوان د توغندیو د لګېدو ده، غیر اعلانیه کرفیو (ګرځبندیز) ده، د هسپتالونو نیول دي، په پاټکونو کې د خلکو نیول دي. حکومت دې په سنجیدګۍ زموږ پر غوښتنو غور وکړي که نه نو بیا به جرګه په لومړي قدم کې د میرامشا او بنو لویه لاره بندوي او په سلا مشوره به د ټول وزیرستان پر بندولو غور کوي."
د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم د فبرورۍ پر شپږمه مشال راډيو ته وویل، تر دې مخکې یې هم د جرګې له مشرانو سره خبرې کړې دي او اوس یې هم غوښتنې پوځي چارواکو ته رسوي.
له دې پرته په سیمه کې امنیتي چارواکو هم په بیا بیا ویلي دي چې د وسلوالو پرضد د کارروایو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته ژمن دي.
په ضلع کې د پوځ مشر مېجر جنرال عادل افتخار وړایچ د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د اتمانزیو جرګې له مشرانو سره یې د سیمې د امنیت په اړه مشورې کړې دي، د وسلوالو تر ختمولو پورې کارروایانو ته دوام ورکوي او د دې لپاره د ولسي مشرانو له ملاتړه برخمن دی.
نوموړي زیاته کړې وه چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو د خوندي ساتلو "پوره هڅه" کوي.
په میرلي کې تازه احتجاج پر داسې مهال پیل شوی دی چې هلته په تېرو میاشتو کې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمینځ په نښتو او په عملیاتو کې پر ولسي ابادیو د توغندیو لګېدو په پېښو کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته.
د فبرورۍ پر دویمه په میرلي او دوسلي کې په دوو ډرون حملو کې دوه تنه ووژل شول.
د اتمانزيو جرګې تر دې وړاندې هم په شمالي وزیرستان کې د بدامنۍ او د پوځ او وسلوالو ترمینځ په جګړه کې د ولسي خلکو د نخښه کېدو خلاف په وار وار مظاهرې او پرلتونه کړي دي.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.
له دې سره په تېرو کلونو کې د صوبې په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې د وسلوالو پرضد پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولیو) لسګونه بریدونه شوي چې پکې اکثر مرګژوبله اوړي.
بل پلو حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د ځان او مال ساتنې ته ژمن دي.
په همدې حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.